-
پاپ فرانسیس د ۸۸ کلنۍ په عمرکی مړ شو
Apr 21, 2025 10:12واتیکان اعلان کړی دی چې پاپ فرانسیس، د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر، نن سهار د اپریل ۲۱مه د ۸۸ کلنۍ په عمر مړشوی دی.
-
د ایران د اټومي خبرو اترو او پروګرام په اړه په امریکا کې د اسراییلو د پخواني سفیر کیسې ته یوه کتنه
Apr 19, 2025 10:44پارس ټوډې - د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۸مه، په امریکا کې د اسراییلو پخواني سفیر مایکل اورن، د Y.Net ویب پاڼې په یوه مقاله کې چې "د ټرمپ له ویټو وروسته، له ایران سره چلند د اسراییلو لپاره ډیر پیچلې شو" تر سرلیک لاندې وه، د ایران د اټومي مسلې په اړه د ټرمپ ادارې د چلند په اړه د صهیونیسټ رژیم ادعا شوې اندیښنې څرګندې کړې.
-
عراقچي: د ایران او روسیې ملګرتیا تاریخي اوج ته رسیدلې ده
Apr 19, 2025 04:13د ایران د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره خبرې اترې ګټه ورې وبللې او زیاته یې کړه: د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کښې له روسیې سره د ملګرتیا په اوج کښې یو.
-
شیخ نعیم قاسم: مونږ مه آزمایئ، د حزب الله بې وسلې کول ناشوني دي
Apr 19, 2025 04:11د حزب الله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: مونږ ډیر انتخابونه لرو، له هیڅ نه ویریږو، که غواړئ نو وآزمایئ، هیڅ طاقت ماتې نه شي راکولې.
-
په راس عیسی بندر کښې د امریکې جنایت د واشنګټن د څرګندې ناتوانۍ نښه ده
Apr 19, 2025 04:09د یمن د انصارالله غورځنګ سیاسي دفتر د جمعې په ماښام په یوه سخته اعلامیه کې د حدیده ولایت په راس عیسی نومې د تیلو په بندر باندې د امریکا وروستۍ حمله وغندله او دا یې یو "جنګي جرم" وباله چې په یمن باندې د برید کولو کښې د واشنګټن د ناکامۍ او ناتوانۍ کچه ښیي.
-
طالبانو په کندوز کې د خلکو د عکسونو او ویډیوګانو خپرول منع کړل
Apr 19, 2025 04:06طالبانو ویلي چې دوی په کندوز کې د اشخاصو د انځورونو خپرول منع کړي دي او دا د افغانستان څوارلسم ولایت دی چې د ټیلیویژني خپرونې یې اشخاصو له انځورونو او ویډیوګانو پرته خپریږي.
-
ټرمپ افغانستان کښې د پولیو په زیاتوالي کښې لاس لري
Apr 19, 2025 04:03د امریکا یو خبري اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي او احتمال شته چې دا ناروغي به د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.
-
یونیسف: په غزه کښې هره ورځ ۲۷ ماشومان وژل کیږي
Apr 17, 2025 11:16د ماشومانو لپاره د تر ټولو لوی نړیوال سازمان ویاند نن پنجشنبې د غزې په تړانګه کې د روانو شرایطو په اړه بوږنوونکې احصایې وړاندې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
-
انصارالله: امریکایان به درنه بیه ورکړي
Apr 17, 2025 11:20د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي امریکایانو ته د یمن پر وړاندې د تیري د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: "امریکا به د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د خپل جنایت لپاره دروند قیمت ورکړي."
-
په خان یونس کې د کډوالو په خیمو د اسراییلي پوځ برید ۲۳ کسان شهیدان کړل.
Apr 17, 2025 07:53پارس ټوډې د ایرنا په حواله ویلي، صهیونیسټ رژیم یو بل جنایت ترسره کړ، دا ځل یې د غزې په جنوبي تړانګه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو هیڅ رحم ونه کړ او په دې سیمه کې یې په یوه برید کې ۲۳ کسان شهیدان کړل.