اسرائيلي جنرال: د السنوار وړاندوينه رښتيا کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164094-اسرائيلي_جنرال_د_السنوار_وړاندوينه_رښتيا_کيږي
پارس ټوډي- د اسرائيلي پوځ د عملياتو د کوټې پخواني قوماندان منلې چې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ سياسي دفتر  د وخت مشر، يحيي السنوار، د خاورو له ژورو څخه د جګړې بريالي دی.
(last modified 2025-09-03T06:34:54+00:00 )
Sep 03, 2025 07:12 Asia/Kabul
  • اسرائيلي جنرال: د السنوار وړاندوينه رښتيا کيږي

پارس ټوډي- د اسرائيلي پوځ د عملياتو د کوټې پخواني قوماندان منلې چې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ سياسي دفتر  د وخت مشر، يحيي السنوار، د خاورو له ژورو څخه د جګړې بريالي دی.

د اسرائيلي نیواکګر پوځ د عملياتو د خونې پخواني قوماندان، يسرائيل زيو، وويل چې د يحيي السنوار وړاندوينې رښتيا کيږي.

  پارس‌توډي  د فارس له قوله راپور ورکړی، زيو وويل: «هغه جګړه چې پخوا د اسرائيلو لپاره  روا ښکاریده، اوس دنړئ دعمومي افکارو  په وړاندې د مشروعيت له ننګونو سره مخ ده او د دغه  رژيم نړيوال انځور په له مینځه تلو دی.

هغه زياته کړه چې د اسرائيلو د ملاتړو هیوادونو ملاتړ کميږي او «السنوار وتوانېد چې روانه مياشت د ملګرو ملتو تر ټریبیونه ورسيږي  څو د فلسطين د حکومت د جوړېدو اعلان نړيوالو ته وکړي. السنوار، له خپل قبر څخه، د اسرائيلو پر وړاندې د لوي بري لپاره ودرېد.

دغه اسرائيلي جنرال دوه ورځې وړاندې هم ويلي وو چې نتنياهو فلج دی او د ټرمپ له موافقې پرته هېڅ اقدام نه شي کولای.  هغه زياته کړې وه: د نتنياهو کابينه اسرائيل د غزې په تړانګه کې يوې وژونکې کړنې ته کاږي چې د جګړې له موخو سره په ټکر کې ده.

زيو وويل چې نتنياهو دا اقدام يوازې د امريکا د ولسمشر د خوشالولو لپاره کوي او  د غزې نیواک هېڅ اړتيا نه لري، بلکې زمونږ د عسکرو ژوند ته يوازې درانه تاوانونه اړوي.