؛ستوری په لمن کې؛  استاد سخن"
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164082-ستوری_په_لمن_کې_استاد_سخن
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والوپه دې شیبو کې  د ستوري په لمن کې د لړئ له ننني ۲۱ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیله چې ستاسو د خوښې وړ وګرځي.
(last modified 2025-09-02T10:08:23+00:00 )
Sep 02, 2025 14:34 Asia/Kabul
  • ؛ستوری په لمن کې؛  استاد سخن

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والوپه دې شیبو کې  د ستوري په لمن کې د لړئ له ننني ۲۱ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیله چې ستاسو د خوښې وړ وګرځي.

   خوږو دوستانو د ستوري په لمن کې په نننئ (21) برخې کې د سعدي شيرازي د ژوند او زمانې  په اړه درسره غږیږو، یو داسې اديب چې له پېړيو راهيسې د نړۍ د وينا او ادب په ډګر کې د نامتو کسانو په ډلې کې دی.

د هغه آثار نه يوازې د فارسي ژبې او ادب په ساحې کې، بلکې له متن  ورآخوا، يعنې د تجسمي هنرونو، موسيقۍ او د ايران او نړۍ د  اوسمهاله  ادب په نړۍ کې د هنرمندانو لپاره الهام بخښونکي دي.

 د ستوري په لمن کې نومې لړۍ په دغې نننئ برخې کې  مونږ د سعدي د  زمانې او نړيوالو ځلا‌ګانو په لټه کې يو؛ يعنې هغه ځای چې د هغه شعرونه له خطي نسخو او کتابتونونو تېر شوي او د نقاشانو په تختې، د موسيقي غږونو او د ليکوالانو په ذهنونو کې ئې ځاي موندلی دی. نو هیله ده تر پایه راسره  مله ووسئ.

 خوږو دوستانو د سعدي د نړيوال کېدو يوه مهمه  بېلګه،په عصري تجسمي هنرونو او خوشخطۍ کې ليدل کېږي.

په ايران او نورو هېوادونو کې ډېرو هنرمندانو د سعدي د شعرونو په مرسته ښکلي او ځانګړي آثار پتځولي دي.

په داخلي  او بهرنيو نندارتونونو کې هغه تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوي چې د ګلستان او بوستان بیتونه د کلاسیکې خوشخطۍ او عصري شکلونو په ترکیب سره انځوروي.

د مثال په توګه، د عصري خطاتانو لکه د کيخسرو خروش، محمد احصايي يا د يدا....  کابلي آثارو د سعدي شعرونه له دوديز شکل څخه بهر کړي او په رنګ، شکل او نوي بصري فضا کې ئې نندارې ته وړاندې کړي دي.

  همدارنګه، په نړيواله کچه، هنرمندانو د سعدي د فکرونو په الهام سره د هغه انساني او اخلاقي موضوعګانو پر اساس انځورونه جوړ کړي دي.

دا آثار کله ناکله د ډيجيټل تخنيکونو، کله د اوبو رنګ او خوشخطۍ په ترکیب، او کله هم د دیوال پوسټرونو په بڼه خپاره شوي او د اروپا،امريکا او آسيا لیدونکو ته د سعدي د فکرونو ښکلا ورپېژني.

په دې منځو میان کې تر ټولو په زړه پورې ټکی د سعدي د پيغام نړيوال کیداده. غير ايراني هنرمندان پرته له دې چې په فارسي ژبه په بشپړه توګه وپوهيږي، يوازې د يوه بیت لکه «بني آدم اعضای يک پیکرند» په ژباړې سره يو نړيوال مفهوم ترلاسه کوي چې د دوي د هنري آثارو لپاره الهام بخښونکی دی.

     په ايران کې د ادبياتو د برخې استاد،بهمن نامور مطلق، په دې باور دی چې سعدي يوازې په ادبياتو پورې محدود نه دی، بلکې په بېلابېلو علمي څانګو لکه انسان پېژندنې، موسيقۍ او نورو هنرونو کې خپور شوی او  دا ئې بډائ کړي دي.

ډیر هنرمندان چې سعدي شيرازي د وينا او اخلاقو استاد بولي، د سعدي کلام او وينا په ډېر ښکلي ډول له  نقاشۍ او يا خطاطۍ او خوشخطۍ سره نښلوي.

دا موضوع ښئي چې سعدي يوازې د شعر او ادب نړۍ پورې محدود نه دی، بلکې د سعدي کلام په بېلابېلو هنري ساحو کې څرګندېږي. د نقاشۍ، ډيزاين او خوشخطۍ ترڅنګ، سعدي د موسيقۍ په نوټونو او د هنرمندانو په ښکلي آواز کې اورېدل کېږي.

 د سعدي شتون په ايراني موسيقۍ کې اوږد تاريخ لري. د ايران د دوديزې موسيقۍ ډېر  زاړه  تصنيفونه د سعدي له شعرونو اخيستل شوي دي.

د محمدرضا شجريان غږ، کله چې د سعدي يو غزل د تار او سه‌تار په ملوډي سره وائي، د زړه غوږونه خوږوي او اورېدونکي  د وخت له بنده خلاصوي.

د مشهورو بېلګو له جملې څخه، بايد د «جان عشاق» او «دود عود» البمونو ته اشاره وشي چې په هغو کې د سعدي شعرونه د ايران د موسيقۍ دوو سترو هنرمندانو،  شجريان په اجرا او د پرويز مشکاتيان په موسيقۍ سره ، په تلپاتې آثارو بدل شوي دي.

په وروستيو لسيزو کې، د تلفيقي موسيقۍ  بهیر  هم د سعدي په لور تللی او هنرمندانو د سعدي د شعرونو په مرستې  سره  په نوي چوکاټونو کې د کلاسیک شعر او عصري موسيقۍ ترکیب وړاندې کړی دی.

دا ډول آثارو د ځوان نسل او د فارسي کلاسیک ادب ترمینځ د اړيکې په جوړولو کې نه هېرېدونکی رول لوبولی دی.

       دا هم مناسبه ده چې اشاره وکړو، له ايرانه بهر هم د سعدي د شعرونو له نړيوالې موسيقۍ سره د تلفيق هڅې شوي دي. په ځينو نړيوالو اجراګانو کې، د ايراني او غير ايراني موسیقئ ډلو، د سعدي شعرونه په فارسي يا ژباړل شوي ژبه اجرا کړي او د انساني موضوعاتو پر بنسټ نړيواله موسيقي رامینځته کړې ده.

هو، ګرانو اورېدونکو، سعدي داسې د ژبې له موسيقۍ سره تړل شوی چې ګواکې  د هغه ټکي له پيل څخه د نغمې لپاره جوړ شوي دي. د هغه د شعرونو متوازن وزن، حسي انځورونه او داخلي ريتم هغه د دوديزې موسيقۍ د سندرغاړو لپاره لومړی انتخاب کړی دی.

 د سترو استادانو له تلپاتې آوازونو څخه  رانيولې تر نوښتګرو موسيقي‌دانانو تر هڅو پورې چې د هغه شعرونه د لويديځ له سازونو سره تلفيق کړي، د سعدي شعرونه تل د موسيقۍ په غېږ کې غږېدلي دي.

  د سعدي د تلپاتې شتون راز په موسيقۍ کې د هغه د پيغام په نړيوال کیدا کې دی؛ يو پيغام چې د مهر، حکمت او همدلۍ څخه ډک دی.

دا شعرونه نه يوازې ټکي، بلکې نغمې دي چې زړونه سره نږدې کوي.

کله چې د «بني آدم اعضای يک پیکرند» بیت په بېلابېلو ژبو په موسيقۍ سره اجرا کېږي، نور سعدي يوازې د شيراز شاعر نه دی، بلکې د نړيوال ضمير غږ دی چې د وخت او کلتور له سرحدونو تېرېږي او د بشر د زړه په غوږونو کې ناست دی.

            ګرانو اورېدونکو، د هنر او موسيقۍ ترڅنګ، رسنۍ او ډيجيټل فضا هم د سعدي د نړيوال انعکاس لپاره يو پلیټ فارم برابر کړی دی.

ټولنيز چینل له  تصويري ليکنو څخه ډک  دي چې د سعدي شعرونه په عصري ګرافيکي ډيزاينونو او خوشخطۍ سره پکې خپاره شوي دي.

نن سبا په مجازي فضا او ټولنيزوچینلونو کې د شيخ اجل سعدي شيرازي په چورلیزتوب  ډېرې منځپانګې توليد او بيا خپرېږي.

د مثال  په توګه، ځينې نړيوالې فارسي ژبې پاڼې، د #SaadiQuotes يا #WisdomFromPersia په څېر هيشټاګونو سره، د ګلستان برخې خپروي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خلکو پام او نظرونه جلبوي.

  سعدي نه يوازې د وينا شاعر دی، بلکې د انسان د زړه نقاش دی؛ داسې چې هر بیت ئې د روح د نرموالي انځور يا د ټکو په زړه کې پټې نغمې غږ دی. د هغه شعرونه نغموونکي دي.

داسې  نغمه چې پرته له ساز او  سوز، يوازې په ژبه لوستلو سره زړه خوږوي. همدا داخلي راز دی چې د هغه بیتونه کلونه د تار او سه‌تار په غږونو روان دي او د سندرغاړو په خولو کې ژوندي پاتې دي.

هنر تل د معنا او روح په لټه کې دی؛ او د سعدي کلام ګواکې  د هنر روح دی چې په هر چوکاټ کې د څرګندیدو لاره مومي.

که په نقاشۍ کې چې د هغه شعرونه انځورېږي، که په خوشخطۍ کې چې هر ټکی ئې په ښکلا ليکل کېږي. سعدي هغه هنرمند دی چې په کلام جوړوي، خو هغه څه چې جوړوي ئې ، له ټکو هاخوا دي.

او شاید د سعدي د تلپاتې  کیدا  راز همدا دی:

     هغه په ټکي نغمه جوړوي او په معنا انځور. سعدي په يوه  چوکاټ کې نه ځايېږي؛ هغه د ني  یا شپلئ په غږ، د قلم په رنګ، د انځور په انعکاس او د نن ورځې د هنرمند په انساني ليد کې لا هم شتون لري.

د هغه شعر د زړه او هنر، وينا او نغمې، د انسان او ښکلا ترمینځ يو پل دی.

 ګرانو اورېدونکو، پرته له شکه دا ټکي ښئي چې سعدي، که څه هم پېړۍ وړاندې ژوند کاوه، خو لا هم په ننني ژوند کې شتون لري.

هغه په عصري هنري تابلوګانو، د موسيقي‌دانانو په اوازونو، په نويو ژباړو، په مجازي پاڼو او په هغو زړونو کې ژوندی دی چې لا هم د نېکې وينا سره ارامېږي.

د سعدي الهام‌بخښني نه يو زوړ ياد، بلکې په نړيوالې کلتوري ساحې کې يو ژوندی ځواک دی. هغه د سولې، عدالت، مهر او حکمت پيغام‌رسوونکی دی؛ يو پيغام چې سرحد نه پېژني او يوازې انسان ته خطاب کوي.

بې له شکه، سعدي نن سبا، له بل هر وخته زيات، مونږ ته نږدې دی؛ که د زړه سترګې پرانيزو او د روح په غوږو ئې  واورو.

  د شعر او ادب د نړۍ له ټولو مينه‌والو او ګرانو ملګرو څخه مننه کوو چې تر پايه د "ستوري په لمن " نومې لړئ د نننئ برخې   اورېدونکي یاستئ.نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ،ا... مو مل او ملګری .

 (سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************