-
پزشکیان : ایران هر ډول تاوتریخوالی، ناکرارۍ او شخړه د ځان، سیمې او نړۍ په تاوان بولي
Mar 10, 2025 03:40پارس ټوډې د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې مرکز په حواله لیکلي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ناروې له لومړي وزیر جوناس ګاهر سټورټ سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو او همدارنګه په سیمه ییزو او نړیوالو مسلو کې د تهران او اوسلو د همکارۍ برخو ته اشاره وکړه او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره یې د ناروې د هڅو ستاینه وکړه.
-
د لویدیځ پانګوالۍ نظام له ښځو سره څه کړي دي؟
Mar 09, 2025 08:53پارس ټوډې - لویدیځ تل د آزادۍ اوبرابرۍ د مدافع ادعا کړې، خو کله چې مونږ د دوی د ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو ته ګورو، نو مونږ له هغو واقعیتونو سره مخ کیږو چې دا ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي.
-
د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د لویدیځ والو دروغ اوغړونه
Mar 08, 2025 12:09د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د لویدیځ د غړونو او دروغو په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ایران سوله ایز اټومي پروګرام د پوځي برید له لارې له منځه نه شي وړل کیدی.
-
د سوریې موقته حکومت ۵۲ علویان اعدام کړل
Mar 08, 2025 08:55د سوریې د بشري حقوقو د څار ډلې اعلان وکړ چې د موقت حکومت امنیتي ځواکونو د لاذقیه ولایت په خوا کې د علوي فرقې ۵۲ غړي اعدام کړل.
-
عراقچي: د اړیکو ساتنه د ایران او ترکي چارواکو ګډ مسؤلیت دی
Mar 08, 2025 08:39پارس ټوډې د ایسنا په حواله لیکلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په بیړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ته تللی ، د غونډې په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
-
تعلیم یافته ایرانیان؛ د ایران او تریش د نږدېوالي عامل
Mar 06, 2025 12:06پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال وویل: په اتریش کې د تعلیم یافته ایرانیانو شتون د دواړو هېوادونو د نږدې کولو لپاره یو عامل کیدی شي.
-
اسراییل څه ډول سوریه غواړي؟
Mar 06, 2025 11:36پارس ټوډې - وال سټریټ ژورنال په سوریه کې د تفرقې او ویش د رامنځته کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې افشا کړې.
-
په رمضان میاشتې کې د مدینې له هوائي ډګره ترمسجد النبی پورې ۲۴ ساعته بسونه تګ راتګ کوي
Mar 06, 2025 02:54د مدینې منورې دپراختیا ادارې له هوائي ډګره دتګ راتګ لپاره ۲۴ ساعته بسونه فعاله کړي دی چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د مدینې له محمد بن عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګره ترمسجد النبي پورې د رمضان المبارک په عظمت لرونکي میاشت کې خلک ځاي په ځاي کړي.
-
د پاکستان د بنو ښار حمله په افغانستان کې پلان او منظمه شوې ده
Mar 06, 2025 02:48د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې مدعی شوی چې ددغه هیواد د خیبر پختونخواه په بنو ښار کې پر امنیتی پُستې و روستۍ ځان مرګي او بمي حملې له افغانستانه هدایتیږي او هماغلته پلان شوي دي.
-
د ۲۱پيړئ تراخه ملنډه ده چې صهیونیسټي رژیم د ایټمی وسلو د نه پراختیا خبره کوي
Mar 06, 2025 02:46پارس ټودې – د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د ایران سفیر ، د واکمنې شورا په ناستې کې د صهیونیسټي رژیم د نماینده د ایراني ضد څرګندونو او پر نورو د تورونو د لګولو په غبرګون کې ووئیل، د ۲۱ پيړئ تراخه ملنډه دا ده چې اسرائیلي رژيم د وسلو د نه خپرولو خبره کوي.