-
په سور سمندرګي کې د امریکا موخه، په سیمه کې د خپل حضور پیاوړي کول او د اسرائیلو د ناکامیو پټول دي
Jan 10, 2024 10:38په دفاعي او امنیتي چارو کې د یمن د ملي نجات د حکومت مرستیال ټینګار وکړ؛ امریکا د صهیونیسټي رژیم پرضد د خپلو پوځي عملیاتو په اړه دروغ وایي او د سور سمندرګي په پوځي کولو سره، په سیمه کې د خپل شتون د پیاوړي کولو په لټه کې ده.
-
اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري
Jan 10, 2024 09:26د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ستونزو د رېښو او د هغو د حل په باب، د خپل نظر په څرګندولو سره ټينګار وکړ، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو لپاره لازمه ده، دې حقيقت ته پاملرنه وکړي چې "اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري".
-
په سیستان او بلوچستان کې پر یوې پوستې ترهګریز برید / د ایران د پولیسو یو افسر په شهادت رسېدلی
Jan 10, 2024 08:48د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د راسْک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ترهګرو په حمله کې، چې د چهارشنبې په سهار شوې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر شهید شو.
-
۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري
Jan 10, 2024 08:30د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي.
-
په کنړ کې ناپېژانده کسانو له ١٥٠ ډېر قرآنونه سوځولي
Jan 10, 2024 08:17د افغانستان په کنړ ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپیژانده کسانو له ١٥٠ زیات قرآن کریمونه سوځولي دي.
-
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
Jan 10, 2024 07:49د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، پرون په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.
-
په غزې کې د اسرائيلو دوه ټانکونه او پوځي ګاډي په اور کې لوو لپه وسوځول شول
Jan 10, 2024 02:47د قسام کنډکونو همداراز د خان یونس په بی سهیلا سیمې کې کې د نیواکګرو پوځيانو پر یوې ډلې دزغروال ضده بمونو سره حمله وکړه چې له اامله یېم یوشمیر نیواکګرو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
-
له عراقه د امریکائي عسکرو ویتل اوس اړین شوي دي
Jan 10, 2024 01:50د عراق سیاسی \ سرچینو،په عراق کې دامریکائي پوځيانو د شتون په باب د بحث لپار پرون د شیعیانو د غږمله چوکاټ د ائيتلاف له سیاسی ډلو مشرانو سره دمحمد شیاع السوډاني دیوې مهمې غونډې خبر ورکړ.
-
د یمن په ضد د پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د امریکا هڅه غرضي ده
Jan 10, 2024 01:31داپه د اسې حال کې دي چې د یمن په ضد د امریکا د یوه تش په نامه دسمندري ائيتلاف له جوړولو یوازې یوه اونۍ وورسته د امریکا اروپائي متحدان فرانسه ،ایټالیا او اسپانیا دغه په نامې ائيتلافه څنګة شوي دي او ډیری اروپائي هیوادونه هم له دغه ائيتلاف سره له یوځای کیدا سره ګروهنه نه لري.
-
په کابل کې بیا د ځینو بې ګناه کسانو وینه وبهول شوه
Jan 10, 2024 01:11وئيل کیږي ،چې په دا وروستیو کې د کابل پشمول د افغانستان په ځينو سیمو کې یو ځل بیا داعشی تکفیریانو سرراپورته کړی او په ځينو سیمو کې ئې یو ځل بیا بم چاودنو او ځان مرګو ته مخه کړې چې د یوشمیر بې ګناه عامو خلکو وینه ئې بهولې ده.