په کنړ کې ناپېژانده کسانو له ١٥٠ ډېر قرآنونه سوځولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144532-په_کنړ_کې_ناپېژانده_کسانو_له_١٥٠_ډېر_قرآنونه_سوځولي
د افغانستان په کنړ ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپیژانده کسانو له ١٥٠ زیات قرآن کریمونه سوځولي دي.
(last modified 2024-01-10T07:25:40+00:00 )
Jan 10, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • په کنړ کې ناپېژانده کسانو له ١٥٠ ډېر قرآنونه سوځولي

د افغانستان په کنړ ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپیژانده کسانو له ١٥٠ زیات قرآن کریمونه سوځولي دي.

د کنړ د نرنګ ولسوالۍ د طالبانو امنیې قومندان محمدي ویلي چې، د مرغومي په ١٩ مه د یادې ولسوالۍ اړوند «لمټک» سېمې د «حبیب الله» په نامه جومات ته ناپېژانده کسان داخل شوي او په یاد جومات کې یې د قرآن نسخې سوځولي دي.

نوموړی زیاتوي د پېښې له خبرېدو سره سم یې ځان سېمې ته رسولی، خو تراوسه د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې د دوی پلټنې دوام لري.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دې خبر د عامو خلکو غوسه راپارولې او له طالبانو یې د عاملینونو د ژر نیول کېدو او ورته د سزا غوښتنه کړې ده.