-
ایران د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په ۱۴ مخکښو هېوادونو کې دی
Sep 02, 2023 04:14د ایران د عامه کتابتونونو د ټولنې عمومي منشي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په څوارلسو مخکښو هېوادونو کې یو او په آسیا کې لومړی هېواد دی.
-
د پاکستان لومړی وزیر له ایران سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ
Sep 02, 2023 02:37د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په اسلام آباد کې د ایران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې، د ایران د دیارلسم دولت د لومړی ګاونډیو د سیاست په ستاینې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت دغه سیاست په بشپړه توګه د پاکستان له سیمه ایزو اړیکو او پراختیا سره سمون خوري، نو ځکه، اسلام آباد هوډ لري چې د امکان تر حده د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي.
-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
-
پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
Sep 02, 2023 01:55د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
-
جوزجان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی
Sep 02, 2023 01:52جوزجان کې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی.
-
د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
Sep 02, 2023 01:47د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
-
د سلاموطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول
Sep 02, 2023 01:45سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلاموطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.
-
امیرعبداللهیان اوسید حسن نصرا... په بیروت کې کتنه او خبرې اترې وکړې
Sep 01, 2023 09:31حسین امیر عبداللهیان د زیارت په ورځ او دخپلو سیمه ایزو سفرونو په دوام کې بیروت ته ولاړ او د دغه هیواد چارواکو یې په هوایی ډګر کی هرکلی وکړ .
-
ایران اوافغانستان د کرهڼې په برخه کې دهوکړه لیکونو پرعملي کېدو ټینګاروکړ
Sep 01, 2023 11:19په افغانستان کې د ایران سفیر د شویو هوکړه لیکونو پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو تړونونو د تطبیق او پیل لپاره باید یو پلاوی وپېژندل شي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بدلېدو لامل دی.