-
اسلامی نړئ دې د اسرائیلي جنایاتو پر وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي
Oct 06, 2025 11:53د ملایشيا لومړي وزیر د پاکستان په څنګ کې د خپل هیواد د صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د جنایاتو پر وړاندې په همغږۍ په ټینګار سره، د غزې د خلکو د رنځ د ختمولو لپاره د دواړو خواؤ د ګډو او غوڅو ګامونو د پورته کولو په باب غوښته وړاندې کړه او وې ویل چې ملایشيا د ټرمپ د ۲۰ ماده ایز پلان چوکاټ په اړه ملاحظې لري.
-
د پاکستان،ایران، روسیې او چین استازو په ماسکو د افغانستان په اړه سره وغږیدل
Oct 06, 2025 10:55د پاکستان، ایران، روسیه او چین لوړ پوړو استازو نن سهار په مسکو کې د افغانستان بد دلونونو، سیمه اییز امنیت، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د سرحدي ملګرتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
-
باید د ۱۲ ورځني جنګ له تجربو د ۱۲ کلونو په اندازه استفاده وکړو
Oct 06, 2025 10:38د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان وویل: ددښمن هڅه دا ده چې القاء کړي،مشکلات، ظالمانه بندیزونه او حتی ۸ کلن تپلی جنګ، د اسلامي جمهوري نظام د شتون له امله دي، خو همدا ۱۲ ورځنی تپلی جنګ،د دغې ادعا دروغجنې ثابتیدا لپاره، کافي دی.
-
خبرونه | د نسل وژنې د ختمولو لپاره د فلسطینیانو او مقاومت له هرډول فیصلې د ایران ملاتړ / حماس: د وسلو له سپآرلو سره موافقه دروغ ده
Oct 06, 2025 08:43پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د نسل وژنې د بندیدو، د نیواکګرو ځواکونو د وتلو او د غزې د بیارغونې لپاره د فلسطینیانو او مقامت د هر ډول پریکړې ملاتړ کوي.
-
صهیونیسټي رسنۍ: ټرمپ د نوبل لپاره اسرائیل خرڅ کړل
Oct 06, 2025 07:08پارس ټوډی – صهیونیسټي رسنیو د اوربند طرحې ته د حماس له غبرګون سره د ډونلډ ټرمپ له تعامله د خپل قهر په څرګندولو سره په هغه ملنډې وهلې دي او ویې لیکل چې ټرمپ د نوبل د صلحې د انعام لپاره اسرائیل خرڅ کړي دي.
-
په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم له پالیسیو سره د ملګرو ملتو د چارواکو ملګرتیا افشا شوه
Oct 06, 2025 06:23پارس ټوډی- یوې نړیوالې رسنۍ په خپل تحقیقاتي راپور کې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم د بندیز او بشري محدودیتونو له پالیسیو سره د ملګرو ملتونو د ځینو لوړ پوړو چارواکو همکاري بې نقابه کړې ده.
-
د رڼا سرچینې (شان نزول آیات قرآنی)
Oct 05, 2025 11:13د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني ۱۴۵مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،دغه نننی مطلب هم د فصلت سورې د ۲۲ او ۲۳ آیتونو د نزول په اړه دی،په دې هیلې سره چې د استفادې وړ مو وګرځي،بلنه درکوو،ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
-
مقاومت داسې توره ده،چې هرڅومره استعالیږي،نولاهم تیره کیږی
Oct 04, 2025 08:55پارس ټوډي- د انقلاب اسلامي د سپا پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعيل قاآني،وويل: صهیونیسټي رژیم په ميدان کې د لبنان له حزب ا... څخه ماتې وخوړه.
-
په غزه کې دې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه بند شي
Oct 04, 2025 12:42پارس ټوډې - په غزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلان په اړه د حماس غورځنګ د ځواب په غبرګون کښې د پاکستان حکومت، د فلسطینیانو د آرمان په هکله د خپل اصولي ملاتړ په ټینګار سره، د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.
-
د صمود نړیوالې سمندري قافلې فعالان د صهیونیسټي رژيم بدنامو جیلونو ته بوول شوي دي
Oct 04, 2025 12:29د الاسیر په نامه د فلسطیني اسیرانو په چارو د غور کلب وویل: صهیونیسټي رژيم د «صُمود» په نامه د نړیوالې سمندري قافلې فعالان چې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره دغې سیمې ته روان وو، په خپل بدترین جیل کښې بندي کړي دي.