له کاراکاسه تر مینیاپولیس پورې؛ آیا ګواښ یو شان دی؟
-
د امریکا په میناسوټا ایالت کې د پولیسو د یوه افسر لهخوا د رنه نیکول ګود وژل کېدل
پارسټوډي – د ګاردین ورځپاڼې په یوه مطلب کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ ډول ته کتنه کړې ده.
د انګلستان ګاردین ورځپاڼې په خپل مطلب کې لیکلي: تیره اونۍ له دغه اعلان سره پیل شوه چې وینزویلا به د امریکا لهخوا «اداره» کېږي، او د ټرمپ په دې اعتراف سره پاي ته ورسېده چې د هغه یوازینی محدودیت خپل اخلاق او ذهن دی. دا څرګندونې د هغه د واکمنۍ له ډول څخه یو بېپرده انځور وړاندې کوي؛ داسې واکمني چې د ډيموکراټیکو اصولو پر ځای، د یوه زورواکي کس چلند ته ورته ده.
د پارسټوډي د راپور له مخې، د وینزویلا په قضیې کې ټرمپ حتی د پټوَلو هڅه هم ونه کړه. نه ئې د ډیموکراسۍ خبره وکړه او نه ئې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې. هغه په ښکاره اعلان وکړ چې اصلي موضوع تیل دی؛ دا هغه اعتراف دی چې د امریکا په بهرني سیاست نیوکه کونکو کلونه کلونه راهسې پرې چیغې وهلې، او اوس دا خبره د ولسمشر له خپلې خولې واورېدل شوه.
دا صراحت، که څه هم ټکانورکوونکی دی، خو دا ښئي چې د هغه د پرېکړو منطق پر مستقیم دباؤ اچولو او د نورو هېوادونو له سرچینو په ګټې اخیستنې ولاړ دی. د کیوبا او کولمبیا پر ضد د هغه وروستي ګواښونه، او حتی میکسیکو ته د هوائي برید یادونه، همدا بیلګه پیاوړې کوي: د وېرې رامنځته کول، څو نور اطاعت ته مجبور شي.
خو مسئله یوازې بهرنۍ سیاست نه دی. همدا د دباؤ او وېرولو بیلګه او مثال ،د امریکا دننه هم کارول شوی دی. له څو میاشتو راهیسې، د امریکا فیدرالي ځواکونه په بېلابېلو ښارونو کې د نقابونو په اغوستلو سره خلک ئې له کوم وضاحت څخه نیسي.
په مینیاپولیس کې، د رنه نیکول ګود تر وژل کېدو وروسته، شاهدانو د وسلهوالو کسانو د کاروانونو خبره کړې چې سړکونه ئې تړل او خلک ئې تښتول. دا چلندونه ښئي چې د ټرمپ حکومت امنیتي وسایل د خلکو د ساتنې لپاره نه، بلکې د وېرې خپرولو او ټولنیز کنټرول لپاره کاروي.
دروغ د دغه قدرتي جوړښت بله ستنه ده. د ټرمپ حکومت هڅه کوي چې د واقعیت پر ځای دروغجن روایت حاکم کړي. پر ونزویلا د برید توجیه د نشهيزو توکو د قاچاق په پلمه، او د ګود د وژل کېدو په اړه ښکاره تحریف، د دغو دروغو بېلګې دي. دا چلند حکومت ته دا زمینه برابروي چې خپل سختدریځ اقدامات مشروع وښئي او هر ډول مخالفت بېاعتباره کړي.
په پاي کې، د ټرمپ دغه اعتراف چې د هغه یوازینی محدودیت د هغه خپل اخلاق دي، دا څرګندوي چې هغه نظارتي جوړښتونه ،هغه که نړیوال قوانین وي او که د امریکا کورنی قضائي سیستم، جدي خنډ نه ګڼي. دا لیدلوری د داسې کس انځور وړاندې کوي چې مطلق قدرت غواړي او ځان د سیاست له عادي قواعدو پورته ګڼي.
د داسې تګلارې پر وړاندې درېدل، که د بهرنیو متحدانو لپاره وي او که د امریکا د خلکو لپاره، د وېرې پرېښودلو او د ګډې همغږۍ او ټولیز مقاومت رامنځته کولو ته اړتیا لري؛ ځکه یوازې په همدې بڼه کې کېدالی شي د هغه پر وړاندې ودرېدل شي.