-
د ایران وسلهوال ځواکونه په پوره قدرت سره د دښمن پر وړاندې ولاړ دي
Jul 29, 2026 05:20پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د لوي درستیز سلاکار ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه په پوره قدرت او اقتدار د دښمن پر وړاندې ولاړ دي او د ایران ملت به په خپل یووالي سره د هر ډول دسیسې پر وړاندې مقاومت وکړي.
-
سرلشکر صفوي: د ایران اراده په دباو سره نه شي کمزورې کیدې
Jul 27, 2026 07:45پارس ټوډی- د ټولو قواو د اعلی سرقوماندان مرستیال او لوړ پوړی سلاکار په دې خبرې سره چې د ایران وسله والو ځواکونو د نویو نوښتونو او د جګړې د ډګر د بدلولو له لارې د دښمنانو معادلې اغیزمنې کړې دي وویل: د ایران د زغم قدرت زیات شوی او دښمنان نه شي کولی چې په سیاسي او اقتصادي فشارونو سره د ایران د ملت اراده کمزورې کړي.
-
تسلیمېدل د ایرانیانو په ډیکشنرۍکې ځای نه لري
Jul 25, 2026 05:13پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوئې درستیزوالۍ مرستیال او غږملونکي وویل، تسلیمېدل د ایران د خلکو په فرهنګ او دود کې ځای نه لري او د ایران د وسلهوالو ځواکونو قدرت د امریکا لپاره د باور او منلو وړ نه دی.
-
په خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید بیا د ۳۸کسانو وینه وبهوله
Jul 24, 2026 15:06د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په ټانک کې پر یوې امنیتي پُستې په ځانمرګي بریدکې د نهو پوځيانو پشمول څوارلس کسان وژل شوي او کابو ۲۴ نور ټپیان شوي دي ، په مستونګ کې په یولړ عملیاتو کې ۴ ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
په اردن ،بحرین،کویت او قطرکې د امریکا پوځي اډې د ایران بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې
Jul 24, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د خپلو پرلهپسې بېپیلوټه عملیاتو په دوام کې، په اردن، کویت،قطر او بحرین کې د امریکا د پوځ مهم مرکزونه د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو ټارګټ کړل او لوخړې ئې ترې پورته کړې.
-
د دښمن پر وړاندې د مقابلې لپاره نوي سناریوګانې تیارې شوې دي
Jul 23, 2026 15:47پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویندي وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو غچ اخیستونکي بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې امریکا د هېواد پر بیخ پينائيو او ساحلي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
-
له ایران سره په جنګ کې د امریکائي ټپيانو شمیر له ۵۰۰ اوښتی دی
Jul 22, 2026 13:53پارس ټوډې- له دې مخکې هم ایسو شیټيډ پریس منلې وه چې له ایران سره په جنګ کې د وژل شوو امریکائي پوځيانو شمیر اولس تنو ته زیات شوی دی. دا په داسې حال کې دي چې په سیمې کې پر امریکائي پوځي مرکزونو د ایران د ډرونز او توغندوي عملیاتو په بهیر کې د امریکائي ترهه ګرو پوځيآنو د مرګ ژوبلو رسمي احصایو خپریدا سنسر کیږي.
-
د ایران ډرونز څنګه د امریکا د هوايي دفاع له ګڼودفاعی سسټمونو تېرېږي؟
Jul 20, 2026 05:27پارس ټوډې – د الجزیرې خبري چینل په دې څېړنې کې چې ایرانۍ بېپیلوټه الوتکې څنګه په سیمې کې د امریکا د هوايي دفاع له ګڼو دفاعي سسټمونو تېرېږي، لیکلي چې په اردن کې د امریکائي پوځیانو مرګ ژوبلې د جنګ د تحولاتو بهیر بدلولی شي.
-
سنټکام: په اردن کې د ایران په بریدونو کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي
Jul 19, 2026 05:29د امریکې د ترهګر پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په اردن کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي او یو بل پوځي بې درکه شوی دی.
-
که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ ته دوام ورکړي،نو ایران به برغلیز پړاو ته وارد شي
Jul 18, 2026 06:18د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز پړاو ته وارد شي او اعلان به وکړي چې هم د مذاکراتو او هم د جنګ د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.