د دښمن پر وړاندې د مقابلې لپاره نوي سناریوګانې تیارې شوې دي
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ډګر جنرال اکرمینیا
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویندي وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو غچ اخیستونکي بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې امریکا د هېواد پر بیخ پينائيو او ساحلي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ډګر جنرال اکرمینیا، د وروستیو پوځي پرمختګونو په اړه په یوه مرکه کې وویل: وروسته له دې چې امریکایي لوري تفاهملیک مات کړ، اوس د جنګ له نوې مرحلې سره مخ یو. د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه د دښمن د تېریو په ځواب کې خپل غچ اخیستونکي عملیات ترسره کوي، او دا عملیات به تر هغه دوام ولري چې امریکا د ایران پر بیخ بینائي تاسیساتو او ساحلي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
اکرمینیا د دې وضعیت د اوږدېدو په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل:امریکایان باید پوهه شي چې دا بهیر د اوږدې مودې لپاره په همدې بڼه دوام نه شي کولی. که هغوی د ایران پر جنوبي سیمو خپلو غلیمانه کړنو ته دوام ورکړي،نو مونږ به بېشکه نوي اقدامات وکړو. د مقابلې لپاره نوي سناریوګانې پلان شوې او ورباندې کار شوی دی، او مونږ به په نوې بڼه عمل وکړو څو دښمن د جنګ له دوام څخه پښمانه کړو .
د ایران د پوځ ویاند ټینګار وکړ چې د جنګ نوو ډګرونو ته واریدیدا د ایران له سټراتیژیکو انتخابونو څخه یو کېدلی شي، او نورې سټراتیژۍ هم شته چې په مناسب وخت کې به ئې اعلان کړو. هغه وروسته د ایران د هوائي ځواک وضعیت ته په اشارې وویل مونږ د اوربند له فرصته ډیره استفاده وکړه څو خپل پوځي چمتووالی او جنګي وړتیا لوړه کړو. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د هوائي ځواک او هوائي دفاع مبارزان د دښمن د تېري پر وړاندې لوړه روحیه، پياوړي انګېزه او کلکه اراده لري، او اوس زمونږ چمتووالی د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی.
اکرمینیا د احتمالي ځمکني برید او د ځمکني ځواک د چمتووالي په اړه وویل: مونږ د دښمن هېڅ اقدام ناشونی یا لیرې نه ګڼو. له همدې امله مو د هرې هغې سناریو لپاره چې دښمن ئې غوره او عملي کولی شي، خپل چمتووالی لوړ کړی دی. خو که دښمن د ځمکې له لارې برید وکړي، بېشکه د هغه زیانمنیدا به د هوائي او لیرې واټن بریدونو په پرتله ډېره وي. ځمکني عملیات مونږ ته ډېر فرصتونه برابروي چې دښمن ته زیات تاوانونه او درنې مرګژوبلې واړوو، او په دې ډګر کې به زمونږ اغېزشیندنه او وړتیا لا لوړه وي.
د ایران د پوځ ویاند د خپلو خبرو په پاي کې د شهیدانو او په تیره بیا د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې موضوع ته په اشارې وویل: دا موضوع اوس د خلکو په یوې عمومي غوښتنې او ملي غوښتنې بدله شوې ده. له همدې امله، د ایران وسلهوالو ځواکونو د دې ملي غوښتنې او همدارنګه د ستر قوماندان د لارښوونو په رڼا کې خپل پروګرامونه تنظیم کړي دي، او انشاءالله د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو شهیدانو او د خپل ګران شهید رهبر د وینې غچ له تیریګر دښمن څخه واخلي.