-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي
Jan 25, 2024 02:50د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د اوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
-
د رئیسي او اردوغان په حضور کې د ایران او ترکیې ترمنځ د همکارۍ لس سندونه لاسلیک شول
Jan 25, 2024 02:12د ایران د اسلامي جمهوریت او ترکیې ولسمشرانو پرون چهارشنبه د پانګونې، اقتصادي ملګرتیاوو او د سیمه ایزو مسائلو د زیاتولو په هدف، د ملګرتیاوو لس سندونه لاسلیک کړل.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
Jan 24, 2024 12:39اسلامي هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره سیاسی او اقتصادي ارتباط غوڅ کړی
-
له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو
Jan 24, 2024 12:09د ایران ولسمشر ترکیې ته له روانیدو مخکښې وویل: د ایران او ترکیې د سوداګري اړیکو د سویې د لوړولو لپاره د ایران هدف ۳۰ میلیارډه ډالر دی.
-
طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
Jan 24, 2024 11:43د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.