د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145242-د_ایران_اوافغانستان_ځینې_مطبوعات
اسلامي هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره سیاسی او اقتصادي ارتباط غوڅ کړی
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 24, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات

اسلامي هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره سیاسی او اقتصادي ارتباط غوڅ کړی

 جمهوری اسلامی

 

د ایران درستوورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د تهران د څلرویشت زره شهیدانو د غونډې له چارواکو سره په کتنه کې د رهبرۍ د ستر مقام مهمو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یی دي اسلامي هیوادونه له صیهونیسټ رژیم سره سیاسی او اقتصادي ارتباط غوڅ کړی . ورځپاڼه زیاتوی چی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: اسلامي هیوادونه د صهیونیسټ رژيم د حیاتي شریانونو په غوڅولو سره له صهیونیسټ رژيم سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې غوڅې کړي.د رهبرۍ ستر مقام د فلسطین د غزې تړانګې د ډیرې مهمې موضوع په وړاندې د اسلامي هیوادونو د چارواکو په کړچار په نیوکې سره وفرمایل : په ځینو وختونو کښې د اسلامي هیوادونو د چارواکو دریځونه او  څرګندونې غلطې دي ځکه چې په غزې کښې د اوربند په شان د موضوع په هکله خبرې کوي چې دغه موضوع د دوې له اختیار ه  وتلي ده او هغه د خبیث صهیونیسټي دښمن په اختیار کښې ده.

حضرت امام خامنه اي زیاته کړه: د اسلامي هیوادونو د چارواکو له نامناسب کړچار او له ټولو سختیانو سره سره هماغه ډول چې په قران کښې ویل شوي دي خدای پاک له مومنانو سره دی او هر ځاې چې خدای وي هلته به بریالیتوب وي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا...العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.

له صیهونیسټي نیواکګرانوسره د مقاومت په سخته نښته کی ۲۴ صیهونیسټي عسکر هلاک شول .

د یمن پوځ وایی د امریکا او انګلستان تیري به بې ځوابه پاتې نشي .

حماس غورځنګ وایی په هر ډول موافقې کې باید د تیریو بشپړه بندیدا شامله وی .

د فوټبال د اسیا کپ په لوبوکې اسلامی ایران  د اماراتو ټیم ته د یوه په مقابل کې دوو ګولونو سره ماته ورکړه .

کیهان

دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د رهبرۍ د ستر مقام حضرت امام خامنه ای دغې خبری ته انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یی دي ، د غزې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی .

دغې ورځپاڼۍ همداراز د مولای عرشیان و فرشیان حضرت امیر المومنین علی ابن ابیطالب علیه السلام د نیکمرغه زوکړی چی په ایران کی د پلار ورځې په توګه نومول شوی دی ، مبارکي ویلی ده .

د اسراییلو توره ورځ ،  په یوه ډز سره ۲۴ صیهونیسټي افسران هلاک شول . دا په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د ځمکني برید له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

په عین حال کې فلسطینیان وايي، د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخته بمباريپرې شوې ده.

 د اسرائیلو پوځ وايي، ډېری وژل شوي عسکر په یوه ودانۍ کې دیره وو او د لاسي بمونو په وسیلې په نښه شوي دي. د پوځ په وینا له برید وروسته ودانۍ نړېدلې ده. د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن په غزې کښې د وژل شویو عسکرو شمیر پنځوس تنه اعلان کړی دی.

تر دې مخکې اسرائیلو د غزې په سویل کې په جلا جلا بریدونو کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. د اسرائیلي پوځیانو وژل کېدو تر وروسته، د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوگ ویلي، نن ورځ "د نه زغملو سهار دی.

اسرائیلو اوس د غزې پر سویلي ښار خان یونس خپل بریدونه متمرکز کړي دي. د اسرائیلو پوځ وايي باور لري، د حماس اصلي مرکز په دې سیمه کې دی.

په همدې حال کې د فلسطین سرې میاشتې اداره وايي، په خان یونس کې یې دفتر د اسرائیلي توپچي ډزو له امله زیانمن شوی دی او هغه خلک چې هلته یې پناه اخیستې وه ټپیان شوي دي. راپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونو هم د ساحلي سیمې پر لور ورته پرمختګ کړی دی . اسرائیلو دا سیمه د خوندي سیمې په توګه طبقه بندي کړې ده. تېره ورځ د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي و، پر غزه د اسرائیلو په بمباریو کې له ۲۵۰۰۰ ډېر خلک شهیدان شوي دي

کابل ورځپاڼه

هشت صبح

د بخښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو د ملاتړ لپاره د لاسلیکونو د راټولولو کمپاین پیل کړ

د بخښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د لاسلیکونو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې ورځ، سلواغې په ۴مه ټولې نړۍ کې د زده‌کړو له ملاتړکوونکو او مخاطبینو څخه غوښتي چې د دې غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره د نجونو زده‌کړو د ملاتړ کمپاین پراخ کړي.

د بخښنې نړۍوال سازمان پر اېکس پاڼې لیکلي: «د زده‌کړې نړۍوالې ورځې په مناسبت، افغان نجونې خپلې کیسې شریکوي، چې د زړه درد او هیله دواړه څرګندوي، ځکه چې د پوهنې په برخه کې د دوی له اساسي بشري حق څخه طالبان سرغړونه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو فرمانونه صادر کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې پراخ بندیزونه لګولي چې د بشري حقونو د بنسټونو له نظره، بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

اوس مهال ښځې او نجونې د کار، روزنې او زده‌کړو اجازه نه لري.

په تېرو دوو کلونو کې تر ډېره د طالبانو دغو کړنو سخت نړۍوال غبرګونونه او نیوکې راوپارولې؛ خو دې ډلې دغو غبرګونونو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

مسیر

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې ډېری ماشومان وږي ښوونځي ته ځي.

د خوړو نړۍوال پروګرام دغه څرګندونې د چهارشنبې ورځ، سلواغې په ۴مه د «پوهنې نړۍوالې ورځې» په مناسبت کړې دي.

دغه سازمان په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي چې دوی هر سهار پر ۷۰۰ زره نارینه او ښځینه زده‌کوونکو د «قوت بېسکټونه» وېشي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د ښوونځيو پر ماشومانو د بېسکټونو وېش کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

د پوهنې نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسیدلې چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، بیا یې د نجونو لوړې زده‌کړې وځنډولې او ورپسې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.