-
د اسلام آباد په غونډه کښې د افغانستان په مالکیت د صلحې په مذاکراتو ټینګار وشه
Jul 22, 2019 03:20افغانستان، پاکستان او چین د عملیاتي ملګرتیا د خبرواترو د درې اړخیزې غونډې په پنځم پړاؤ کښې د دغو درې واړو هیوادونو استازو د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سره د صلحې د مذاکراتو د پرمختګ په ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ايران د تېلو د اخېستلو په اړه د امريکې ګواښ ته د چين واضحه ځواب
Jul 13, 2019 01:30د چين د خارجه وزارت وياند پرون له ايرانه د تېلو د اخېستلو د دوام په صورت کښې د بيجېنګ د بائيکاټولو په اړه د امريکې د وروستي ګواښ په ردعمل کښې وويل، له ايران سره نړيوال تجارت د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کښې، منطقي، روا او د احترام وړ دے.
-
ايران د يو واحد چين له سياسته پوره ملاتړ اعلان کړ
Jul 13, 2019 01:09د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د يو واحد چين له سياست څخه د ايران پوره ملاتړ اعلان کړ.
-
چيني چارواکے: په ايران بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني دي
Jul 01, 2019 09:26په ملګرو ملتو کښې د چين مرستيال استازي په ايران باندې د امريکې يو اړخيز بنديزونه ناعادلانه او غېرقانوني وبلل.
-
اېنسټېکس پکار دے د ايران د ضرورتونو ځواب ويونکے وي
Jun 28, 2019 08:28د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، د ايران او اروپا ترمېنځ مالي لارې «اېنسټېکس» شروع کول پکار دے د ايران د ضرورتونو ځواب ويونکي وي او د هغې د نه کارنده والي په صورت کښې به د ايران راتلونکي ګامونه پرېکنده وي.
-
ظريف: ايران له مختلفو هېوادونو سره د پېسو د معاهدو په باره کښې د خبرو اترو په حال کښې دے
Jun 23, 2019 08:26د ايران خارجه وزير د پېسو د معاهدو په باره کښې له مختلفو هېوادونو سره د تهران د خبرو اترو خبر ورکړ.
-
د افغان حکومت په مشرۍ د صلحې له خبرو اترو څخه د ايران، پاکستان، چين، هند او روسيې ملاتړ
Jun 20, 2019 01:01د ايران د اسلامي جمهوريت، هند، پاکستان، چين او روسيې د ملي امنيت د شورا سېکترانو د افغان حکومت په مشرۍ د صلحې د خبرو اترو له شروع کېدو څخه ملاتړ اعلان کړ.
-
د چين او افغانستان ولسمشرانو په بېشکک کښې د ملګرتياو په زياتولو تاکيد وکړ
Jun 14, 2019 10:37د چين او افغانستان ولسمشرانو د قرقيزستان په پائتخت بېشکک کښې د شانګهائي د غونډې ترڅنګه ژمنه وکړه چې د دوو اړخيزو تعلقاتو د پياوړتيا لپاره به ګډې هلې خلې وکړي.
-
روحاني: امريکه د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره په يو جدي ګواښ بدله شوې ده
Jun 14, 2019 09:51د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: امريکه د اقتصادي، مالي او فوځي ظرفيتونو په استعمالولو او د يرغلي پالېسۍ په غوره کولو سره د سيمې او نړۍ د ثبات او قرارۍ لپاره په يوه ګواښ بدله شوې ده.
-
روسيې او چين د ايران په خلاف يواړخيزه بنديزونه وغندل
Jun 06, 2019 01:37د روسيې او چين ولسمشرانو بېګا په ماسکو کښې په کتنه کښې په يوې ګډې بيانيې کښې د ايران په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه وغندل.