امریکا د چین او دپاکستان د پروژې پرضد تبلیغات کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87453-امریکا_د_چین_او_دپاکستان_د_پروژې_پرضد_تبلیغات_کوي
زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې د چین سفارت پرون د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور پرضد د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي میرمن الیس ویلز نیوکه منفي تبلیغات وبلل او هغه یې د اسلام اباد او د پیکینګ په اړیکو کښې د واشنګټن لاسوهنه وګڼله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2020 02:44 Asia/Kabul
  • امریکا د چین او دپاکستان د پروژې پرضد  تبلیغات کوي

زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې د چین سفارت پرون د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور پرضد د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي میرمن الیس ویلز نیوکه منفي تبلیغات وبلل او هغه یې د اسلام اباد او د پیکینګ په اړیکو کښې د واشنګټن لاسوهنه وګڼله .

د امریکا ځانګړي استازي الیس ویلز د چین  په  یوه(۱) کمربند او یوې لارې پروژې نیوکه کړي وه او تور یې  لګولی وو چې د چین او د پاکستان په اقتصادي  کوریډور پروژې(China–Pakistan Economic Corridor ) کښې شفافیت نشته .

هغې دغه راز ادعا کړي وه چې د چین د پانګونې په خاطر د پاکستان بهرني پورونه په زیاتیدا دي .

په پاکستان کښې دچین سفارت پرون وویل د امریکا د ځانګړي استازي الیس ویلز څرګندونې کومه نوي خبره نه ده بلکې هغې دغه څرګندونې د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې هم کړي وې کومې چې پاکستان او چین په ځلونو رد کړي وې .

په پاکستان کښې د چین سفارت وویل مونږ باید اجازه ورنکړو چې حقیقت پټ شي او دروغ خپاره شي .