زمونږ خبریال راپور راکړی په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو په لنډمهاله میشت غالي کې دیره کورنۍ وایي غواړي خپلو اصلي سیمو ته ورستانه شي. دوې وایي خپلو سیمو ته تر رسیدو وروسته ورسره د نورومرستو ترسره کیدو هیله لري.
د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي له پاکستان نه راویستل شویو کډوالو ته د سرپنا جوړولو لپاره زمکه ورکوي.
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه.
که څه هم له پاکستان څخه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.
د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته منتقل کړې دي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا (یونیسف) وايي چې له پاکستانه د ایستل شویو په ډله کې شا و خوا ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو او افغان ښاریزو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي، پاکستاني اعتراض کوونکو اسلام آباد ته د هغې د پایلو خبرداری ورکړی.
د ایران د بې اسناده کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.