Nov 30, 2023 16:53 Asia/Kabul
  • کاناډا ۲۹۵ افغان کډاوال له پاکستان څخه انتقال کړل

د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته منتقل کړې دي.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستانه کاناډا  ته منتقل کړې دي.

 د کاناډا د مهاجرت او ښاریزتوب ادارې وویل چې دغه کسان یې له پاکستانه ټورنټو ښار ته لېږدولې دي.

اداره زیاتوي چې دغه کسان به په کاناډا کې په کلګري، کنګسټ او اوټاوان کې ځای پر ځای شي.

د کاناډا دولت وایي چې د ۲۰۲۱ کال له آګسته وروسته د ۴۰ زرو افغان ښاریزو د منلو ټارګټ ته رسېدلی او په هغو دوسیو چې مخکې یې ترلاسه کړي غور روان دی.

 دغه هېواد له پاکستانه د کډوالو او مهاجرو د نیونې او ایستنې د بهېر له پېلېدو وروسته، له دغه هېواده د هغوي د ویستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

ټیګونه