په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141764-په_تېرو_څلورو_میاشتو_کې_۴۵۰_زره_افغان_کډوال_له_ایران_څخه_افغانستان_ته_ستانه_شوي_دي
د ایران د بې اسناده کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
(last modified 2023-11-18T21:53:29+00:00 )
Nov 19, 2023 02:20 Asia/Kabul
  • په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي

د ایران د بې اسناده کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول جواد خاني ​​د شنبې ورځ، ویلي چې دغه کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي: «د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د روان کال د زمري په میاشتې کې پیل شوې او تر اوسه ۴۵۰ زره ناقانونه کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان ته ستانه شوي کسان په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وو.

د ده په ​​وینا، تهران، سیستان او بلوچستان، خراسان رضوي، قم، کرمان، یزد، فارس او البرز هغه ولایتونه دي چې ۹۲ سلنه کډوال پکې ځای پر ځای شوي دي.

خاني زیاته کړې، اټکل کېږي چې څلور میلیونه ناقانانونه کډوال په ایران کې مېشت وي.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «تر دې دمه د هویت یو میلیون کارتونه کډوالو ته صادر شوي، د ولایتونو ترمنځ کار وېشل شوی او د کډوالو تنظیم په چټکۍ سره روان دی.»

څه موده وړاندې د ایران د کډوالو ملي ادارې په دغه هېواد کې مېشتو بهرنیانو او کډوالو ته د سمارټ کارټونو د وېش بهیر د پیلېدو خبر ورکړی وو.