پاکستانيان له افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلند کوي
که څه هم له پاکستان څخه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.
د سلاموطندار د خبر له مخې، تازه د بشرحقونو څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې افغان کډوال له پاکستان څخه د اېستلو پر مهال ناوړه چلند، ځورونې سره مخ دي او د پولیسو لهخوا یې شتمني ترې ګرځول کېږي.
د بشري حقونو څار بنسټ د ښځو برخې مسئولې هیدر بار وویل: «پاکستانیان نه یوازې افغانان شړي، بلکې د اېستلو پر مهال له سپکاوي ډک چلند ورسره کوي. دې راپور کې د افغانانو شتمني لهمنځه وړل ثبت شوي او د یاد هېواد مسئولان د ځینو افغانانو د پېژندپاڼې کارټونه هم لهمنځه وړي.»
په ورته مهال د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې پاکستان کې چارواکو د افغان کډوالو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي او دې ته یې اړ کړي چې له پاکستان څخه ووځي.
بلخوا هېواد ته راستانه شوي يوشمېر افغانان بیا د پاکستاني پوليسو ځورونې، په زوره اېستلو او د دوی د شتمنیو لوټلو له امله شکایت کوي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان کې د افغان کډوالو وهل-ټکول او له دوی سره زورزیاتی، د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او په وینا یې، هڅه کوي د پاکستان په ګډون، په نورو هېوادونو کې هم له افغان کډوالو سره د زورزیاتي مخه ونیسي.
پاکستان کې د سرپرست حکومت د سفارت د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پیل راهیسې تر دې مهاله، څه باندې ۴۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.