-
د امریکائي حکومت خنډجوړونې به د نړیوالوپه ذهن کې تل پاتې وي
Dec 09, 2020 01:21د اسلامی ایران ولسمشر د تهران په ضد د ا مریکا اقتصادي جنګ ته په اشارې سره ټينګار کړ ی ، د خلکو دضروري اړتیاؤ په تامینولو کې د امریکائي حکومت له درستو خنډ جوړونو سره سره ، د ایران په حکومت کې درست اورګانونه او مختلفې ادارې به ، د ډاډمنو او تضمین شوو واکسنو دبرابرولو لپاره هڅه وکړي .
-
اوربند دسولې په خبروکې د افغان ولس لپاره ترټولوښه ټاکنه ده
Dec 08, 2020 08:22د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې مرکچي پلاؤ له دوه نیمو میاشتو بحثونو وروسته په دا ورستیو کې د خبرواترو په ایجنډا سره پخلا شوي او په دې باب ئې بحثونه پیل کړي دي .
-
په ایران کې نور ۳۲۳ کسان دکرونا قرباني شول
Dec 08, 2020 12:53په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کروناویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه اته شپیته میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون پنځه لکه دوه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو اوه څلویښت میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
په ایران کښې د افغانستاني کډوالو د ځورونې ویډیو حقیقت نه لري
Dec 08, 2020 01:51د افغانستان خارجه وزارت په ایران کښې د افغانستاني کډوالو د ځورونې او وهلوډبولو په هکله د لویدیځ په لمسه په انټرنیټ کښې خپره شوې ویډیو دروغ وبلله
-
په ایران کې په کروناککړ نور۴۳۷ کسان قرباني شول
Dec 04, 2020 12:22په نړۍ کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه پنځه شپيته میلیون زیات شوی چې له دوي یو میلیون پنځه لکه دیارلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه پنځه څلویښت میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .وئیل کیږي په تیرو شواروز کې په امریکا کې د کرونائي قربانیانو شمیر کابو درې زره ښودل شوی چې د ستمبر د یولسمې نیټې د پيښې تر قربانیانو ئې شمیر برابر شوی او دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په دغه هیواد کې دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه دوه لکه تنه ښودل شوی دی .
-
په پاکستان کې له کرونا د نجات ورځ لمانځل کیږي
Dec 04, 2020 11:51په وروستیو شپو ورځو کې یو ځل بیا په درست پاکستان کې د کروناویروس خوریدا زیاته شوې او و ئيل کیږي ،چې په پاکستان کې په تیر شواروز کې په کرونا ویروس کابو درې زره دوه سوه دوه شپیته کسان ککړ شوي او له دغې ناروغۍ ککړو ۵۵کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
امریکادې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي
Dec 04, 2020 11:05د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د جوبایدن په بریالیتوب سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او د روغتیانړیوالې ادارې پشمول هغو درستو نړیوالو تړونونو او موافقو ته چې ټرمپ ورځيني امریکا څنډې ته کړې وه ، دامریکا دبیرته ګرځیدا احتمال مطرح شوی څو امریکا خپل نړیوال اعتبار او باؤر بیرته ترلاسه کړائ شي .
-
امریکا په سورئې کې دترهه ګرو ملاتړ کوي
Dec 04, 2020 10:44چاووش اوغلو په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکا په سورئې کې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ملاتړ کړی دی ، په تیره بیا د قره باغ دجنګ په باب ئې وئيلي دي ، امریکا اوفرانسې په قره باغ موضوع کې د ا رمنستان په ملاتړ سره د دنښتو او جګړو د زیاتیدا لامل شوي دي .
-
د ننګرهار لپاره دداعش ټاکل شوی والی هلاک او مرستیال ئې نیول شوی
Dec 04, 2020 09:54د معلوماتو له مخې هلاک شوي کس د ځانمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړولو ترڅنګ نورو ته هم په یاده برخه کې روزنه ورکوله او همدا راز یې جلال اباد ښار ته د تروریستي پېښو په موخه په لاس جوړ شوي ماینونو د لیږدولو چاره هم درلوده .
-
دافغان پوځ دهراوود ولسوالۍ له طالبانوپاکه کړه
Dec 04, 2020 09:43که څه هم په قطر کې د افغان حکومتي او طالبانو ډلې مرکچي ټیمونو له دوو ورځو مخکې راهسې د خبرواترو دایجنډا په سر سره موافقه کړې ، خو په جنګ ځپلي افغانستان کې حملې او وژلې هماغه راز دوام لري .