ورځپاڼو ته کتنه ۶-۱۰-۹۹
(last modified Sat, 26 Dec 2020 08:03:23 GMT )
Dec 26, 2020 12:33 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۶-۱۰-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د حضرت عيسي مسيح (ع) د ميلاد په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د مبارکۍ پېغام راخېستے دے. له دغو څخه جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: معظم رهبر د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه ميلاد په مناسبت پیغام کښې د ایران او د دنیا عیسایانو ته مبارکي وویله .

دوي په ټویټر اینټرنیټ پاڼه کښې په پیغام کښې چې په انګریزۍ ژبې خپور شو وفرمايل: د حضرت عیسي علیه السلام د زوکړې د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو عیسایانو او مسلمانانو په تیره بیا د خپل هیواد عیسایانو ته مبارکي وایم .

پرون د دسمبر د میاشتې پینځویشتمه نیټه د حضرت عیسی علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوړۀ .

ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د امریکې ولسمشر به د هغه د کار په دې وروستیو ورځو کښې د هر ډول ماجرا لټونې د عواقبو پوره ذمه وار وي.

محمد جواد ظریف پرون په یو ټویټ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د ولسمشر د تور پورې کونې په غبرګون کښې ولیکل: ټرمپ د ایران د تورنولو لپاره له یو بې ارزښته انځوره ګټه پورته کوي.

هغه څرګنده کړه چې امریکې له دې مخکښې هم د ډله ايزې وژلې وسلو په دروغجنې ادعا سره د اېشيا لويدیځه سيمه سخته خرابه کړې ده، اوه ټریلیون ډالر یې والوزول او د ۵۸ زره او ۹۷۶ امریکایانو د وژل کیدو لامل شو.

--------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ايران د مرکزي بېنک د مشر په حوالې سره وليکل: د کورونا وېکسينو اخېستلو له اېف  اے ټي اېف سره هيڅ ربط نه لرۀ. هغه زياته کړه، ایران ۲۰۰ میلیون یورو د کورونا ويکسينو اخیستلو ته ځانګړې کړې دي.

همتي د ایران خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو او کارړنګونو ته چې د ایران د خلکو د اړتیا وړ درمل او طبي شیان یې هم په نښه کړې دي، اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د ويکسينو اخیستلو لپاره دغه ۲۰۰ میلیون یورو له یوې نوې لارې یعنې د ترکیې، اروپا او په نړیوالو چارو کښې د ایران د یو بېنک په شمول د دریو بېنکونو له لارې لیږل شوې دي.

--------

د تهران يوې بلې اطلاعات  ورځپاڼې د عراق د پخواني وزيراعظم له قوله وليکل: شهيد قاسم سلیماني د سیمې د تشخص د بدلولو پلانونه شنډ کړل.

نوري مالکي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان جنرل شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په درشل کښې وویل شهید قاسم سلیماني له نورو ملتونو او غورځنګونو سره مرسته وکړه چې په مقاومت او اتحاد سره د دښمانانو د دسیسو او پلانونو په مقابل کښې ودریږي  .

د عراق پخواني  وزیراعظم نوري مالکي په دې خبرې سره چې د قاسم سلیماني د قتل عملیات د یو داسې هیواد(يعنې امریکې) لخوا چې تل د ازادۍ او ډیموکراسۍ ادعا کوي یوپلید جنایت دے زیاته کړه د عراق حکومت باید په جدیت سره د قاسم سلیماني د قتل دوسیه تعقیب کړي .

ورځپاڼې همدارنګ د عراقي سرچينو په حوالې سره وليکل:

د عراق د پارلمان استازیو یوځل بیا د امریکې د فوځیانو په وتلو تاکيد وکړ .

د عراق د پارلېمان استازيو وويل: د امریکې د فوځیانو دوسیه  په پارلمان کښې نه ده تړل شوې او په راتلونکو ورځو کښې به دغه دوسیه له سره خلاصه شي . هغوي د بغداد د حکومت لخوا د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په هکله د پارلمان د مصوبې په نا اجرا کولو  نیوکه وکړه او ویې ویل د عراق ملت  په خپل هیواد کښې د امریکې د عسکرو له شتون سره مخالف دی .

---------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل: مولانا فضل الرحمان او د هغه مخالفينو د يو بل مقابل کښې راغلي دي. له ګوند نه وېستل شويو څلورو ديني علماو مولانا محمد خان شيراني، حافظ حسين احمد، مولانا ګل نصيب او مولانا شجاع الملک د مولانا فضل الرحمان سخته نيوکه کړې او ويلي يې دي ده ګوند خپل موروثي جاګير ګرځولی دے.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د فلسطين حماس ګوند د دېرش عربو او مسلمانو هېوادونو مشرانو ته په يو خط کښې وليکل، له اسرائيلو سره د تعلقاتو جوړول او معاهدې يو سنګين جرم دے. په دغه خط کښې راغلي دي له يوې خوا د فلسطينيانو حال، مستقبل او وجود له سختو خطراتو سره مخامخ دے او بل طرف ته ځينې هېوادونه د فلسطينيانو د حقوقو په قيمت اسرائيل تسليموي چې دا يو ډېر لوے جرم او نه معاف کېدونکې غلطي ده.

---------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې د پاکستان د فوځ د مشر قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه له قوله وليکل د دنيا هيڅ يو قوت پاکستان نه شي ختمولې. هغه پرون د دغه هېواد د باني قائداعظم محمد علي جناح د ولادت د کليزې په مناسبت وويل: د قائداعظم د فرامينو مطابق ايمان، اتحاد او تنظيم زمونږ د ملت راهنما اصول او زمونږ د کاميابۍ راز دے.

 

-----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې

دکابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د هدفي وژنو زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې شوي دي.

وېسا ورځپاڼې په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو او چاودنو د زیاتېدو په تړاو ليکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د دغو چاودنو له امله هره ورځ د کابل او نورو لویو ښارونو پر سړکونو د زیات شمېر بې کوره او بې سرپرسته ماشومان په سړه او ککړه هوا کې د سهار په تمه شپې سبا کوي.

ورځپاڼې په روان وضیعت له امله سیاسیون پړه بللي او لیکلي دي چې د ډېر شمېر افغان سیاسیونو اولادونه په بهر کې ښه ژوندل لري او خپله په کابل کې د مسافرو په توګه په خپلو قصرونو کې اوسیږي.

لېکوال پوښتنه کړې چې د دغه ډول چارواکو به په دې وطن څنګه زړه وسوځي؟

ورځپاڼې پرحکومت هم ټینګار کړی چې باید د دغه ناوړه وضیعت د ختمېدو لپاره لاس په کار شي.

--------

هشت صبح ورځپاڼې هم د هدفي وژنو دوام ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، د دغو هدفي وژنو هدف خبریالان، مدني فعالان او مطرح څیرې دي چې تراوسه یې د کنټرول لپاره منظم پلان د حکومت په لاس کې نشته.

ورځپاڼې د دغو وژنو په تړاو د حکومت د غبرګون تکرار او غیر منطقي بللی او لیکلي یې دي، حکومت له هرې پېښې وروسته یوه خبرپاڼه خپروي او پېښه غندي چې په وینا یې تراوسه د پېښو عملي مخنیوي لپاره هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دولت باید د دغو پېښو په وړاندې روښانه ادبیات وکاروي او عاملین یې معلوم او مخنیوی یې وکړي کنه دا حالت به د دولت په زیان تمام شي.

--------هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوي چې په کور دننه او په نړيواله کچه يې سختې اندېښنې را پورته کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې، د بشري حقونو نړيوال سازمانونو، د رسنيو او خبريالانو د ملاتړو ادارو او دغه راز د مدني ټولنو د اندیښنې هم را اخیستي چې دا وژنې يې ستر بشري جنايت بللی دی.

خو لیکوال د کورنيو چارو وزارت له خوا د هدفي وژنو د مخنيوي د نوي پلان یادونه کړې او لیکلي یې دي چې دا پلان بايد په ډېرې چټکۍ سره عملي شي او د هدفي وژنو د مخنيوي په برخه کې خپل پاتې راتګ بايد پرې تلافي کړای شي.—

-------