-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
ایران په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي
Dec 25, 2024 08:40د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، تهران په افغانستان کې له پرمختګ، ثبات، او دایمي امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي.
-
د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.
Dec 24, 2024 09:12د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن سهار په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل. دا کتنه په داسې حالاتو کښې وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
-
افغانستان کې د تېر حکومت څه باندې ۱۱ زره پوځیان مړه او بندیان شوي دي
Dec 24, 2024 03:01په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې له ۳۴۰۰ څخه ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي دي.
-
سږکال په کندز ولایت کې ۱۵۰۰ ټنه د کبانو غوښه تولید شوې ده
Dec 24, 2024 02:48چارواکي وایي، په کندز ولایت کې د کبانو له ۴۰۰ فعالو فارمونو څخه یې د روان کال په ترڅ کې ۱۵۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده.
-
په فضا کې د ایرانۍ ټيکنالوجۍ بریالۍ آزموینه؛ټرامپ ته د پاناما جدی غبرګون او د اروپا په ضد د قطر ګواښ
Dec 23, 2024 13:29تهران ریډیو- د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي نن ددې خبرې په کولو سره چې دنورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه، د امریکا دبهرني سیاست بیلګه ده،روښانه کړ ه ، امریکا باید په ایران کې د خ پلو لاسوهنو ځواب ووائي.
-
په غزې کې د اسرائیلو حملې ظالمانه اقدام دی
Dec 22, 2024 02:32د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژية د هوائي حملو او توغندوي حملو دوام یو ظالمانه اقدام او ستر جنایت وبالۀ.
-
په سږني ژمي کې به کابو ۱۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
Dec 21, 2024 03:07د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بېوزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه وښوده. دغه ادارې ویلي چې، په سخت ژمي کې به، چې نن یې لومړۍ ورځ ده، نږدې ۱۵ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړ وي.
-
افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
Dec 21, 2024 03:05د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي چې د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.