پاکستان تر ۸۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستلي
په داسې حال کې چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې دې هېواد له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوی، تر اوسه له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال له هغه هېواده ایستل شوي دي.
د کډوالو د عالي کمیشنیرۍ (UNHCR) پر اساس، پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له پنځلسمې راهیسې د غیرقانوني کډوالو د بیرته ستنولو د پلان له مخې، ۸۲۵ زره او ۶۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.
دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې ۳۹ زره او ۴۰۰ کسان ډیپورټ شوي چې د ټولو ایستل شویو پنځوس سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې هم ماشومان جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په وینا، یوازې په تېره جنوري میاشت کې ۱۸ زره ۳۰۰ کسان افغانستان ته ستانه کړل شوي، چې شاوخوا زر تنه یې په زوره له هغه هېواده ایستل شوي دي.
د راپورله مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون، د مختلفو اسنادو لرونکي افغان کډوال نیول شوي او د جبري ستنول شویو زرو افغانانو له ډلې، یوازې شاوخوا ۸۰۰ یې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ډیپورټ شوي دي.