-
په مالیزیا کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیل شو
Oct 27, 2023 01:39د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړې ده.
-
مطیعالله ویسا له ۲۱۵ ورځو وروسته د طالبانو له بنده آزاد شو
Oct 27, 2023 01:27د قلم لارې بنسټ مشر او د پوهنې فعال مطیعالله ویسا له ۲۱۵ ورځو بند وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو.
-
په کابل کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۲ سلنه زیات شوی
Oct 27, 2023 01:14په کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون چارواکي وايي، چې دغه روغتون ته د مراجعهکوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.
-
نړیواله ټولنه دې د خوارځواکۍ په برخه کې همکاري وکړي
Oct 27, 2023 01:11د طالبانو د خوړو او درملو ملي ادارې مشر وايي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو د خواړو نه خوندیتوب دی.
-
د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان نهايي شوی
Oct 27, 2023 01:04پاکستاني چارواکي وايي، چې د افغانانو په ګډون، د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی.
-
د افغانستان د کرېکټ ملې لوبډلې پاکستان ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه
Oct 24, 2023 10:26د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په پنځمه لوبه کې تېره ورځ پاکستان هېواد ته د ۸ ویکټو په توپیرماتې ورکړه. نور تفصیل زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
-
د کرېکټ د بریا په تړاو په جلال آباد کې د هوایي ډزو له امله دوه تنه ژوبل شول
Oct 24, 2023 08:29په ژوبلو کې یوه ځوانه نجلې ده چې خپله یوه سترګه یې له لاسه ورکړه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
ازبکستان د قوش تپه د کانال په هکله اندیښنه لري
Oct 22, 2023 12:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو لخوا د «قوش تپه» کانال د دوهمې برخې د جوړیدا د کار د له سره پیلولو له اعلان وروسته د ازبکستان حکومت په دې هکله د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کښې وویل د ازبکستان یو حکومتي پلاوی به د خبرو اترو لپاره افغانستان ته لاړ شي.
-
د افغانستان طالبانو په سیګار ادارې نیوکه وکړه
Oct 22, 2023 07:45زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د هیواد د زده کړې په برخه کښې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په هکله د افغانستان د بیا رغاونې د څار د ځانګړي ادارې سیګار(The Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) راپور ناسم وباله.
-
په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ شو
Oct 22, 2023 01:51د افغان طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د ترکیې د کډوالو د چارو مشر اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو سره به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.