په کابل کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۲ سلنه زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140558-په_کابل_کې_د_رواني_ناروغانو_شمېر_۴۲_سلنه_زیات_شوی
په کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون چارواکي وايي، چې دغه روغتون ته د مراجعه‌کوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.
(last modified 2023-10-27T11:22:47+00:00 )
Oct 27, 2023 04:44 Asia/Kabul
  • په کابل کې د رواني ناروغانو شمېر ۴۲ سلنه زیات شوی

په کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون چارواکي وايي، چې دغه روغتون ته د مراجعه‌کوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سلام‌وطندار راډیو د خبر له مخې، تېرو شپږو میاشتو کې ۵زره رواني ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې، چې تر هغې وړاندې شپږو میاشتو کې بیا دغه شمېر ۳۵۰۰ کسانو ته رسېده.

د کابل د رواني روغتیا روغتون مشر ډاکټر خواجه قدرت‌الله صدیقي  وايي، چې دغه روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

په ورته وخت کې یوشمېر رواني ناروغان چې د کابل د رواني روغتیا روغتون ته ورغلي، وايي، چې غصه، بې‌خوبي، عصبي ستونزې او اضطراب دوی اړ کړي، چې د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه وکړي.

کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون چارواکي پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبره داسې حال کې کوي، چې ډېری افغانان د ناسمو باورونو او شرم له امله رواني روغتون ته مراجعه نه‌کوي.

بل‌خوا ارواپوه زکریا بارکزی بیا وايي، د رواني ناروغیو په اړه د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه، بې‌وزلي، د رواني ناروغیو له ډاکټرانو سره د رواني ستونزو د افشا‌کېدو وېره او د خلکو ترمنځ د ناسمو باورونو شتون، د دې لامل شوی چې ډېری رواني ناروغان رواني روغتونونو ته له تګ ډډه وکړي.

دا په داسې مهال ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې پر رواني ناروغیو اخته دی.