نړیواله ټولنه دې د خوارځواکۍ په برخه کې همکاري وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140556-نړیواله_ټولنه_دې_د_خوارځواکۍ_په_برخه_کې_همکاري_وکړي
د طالبانو د خوړو او درملو ملي ادارې مشر وايي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو د خواړو نه خوندیتوب دی.
(last modified 2023-10-27T07:52:49+00:00 )
Oct 27, 2023 01:11 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د خوارځواکۍ په برخه کې همکاري وکړي

د طالبانو د خوړو او درملو ملي ادارې مشر وايي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو د خواړو نه خوندیتوب دی.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړي له نړیوالې ټولنې او نورو بنسټونو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د دغې ادارې مشر ويلي چې په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه له ۲۰۰ ټنو ډېر راټول شوي خراب او له کاره لوېدلي خوراکي توکي له منځه یوسي.

 هغه زياته کړې، چې د خوراکي او درملو د تشخیص د لابراتوارونو پر جوړولو کار روان دی او په راتلونکو درې میاشتو کې به یو شمېر لابراتوارونه فعال شي.