-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
-
د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
Sep 02, 2023 01:47د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
-
په کابل ښار کې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي
Aug 31, 2023 07:55طالبان وايي، چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې یې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼشمېر جرم کوونکي نیولي دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د نورستان ولایت په طبیعي ځنګلونو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي
Aug 31, 2023 07:39د نورستان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر سرتاج الدین وایي چې دا اور لګیدنه د نورستان په ختیځ برګمټال ولسوالۍ اړوند د نیک موک په سیمه کې رامنځته شوې، چې تر دې مهاله د نوموړي په وینا، شپیته جریبه ځنګل سوځېدلی دی. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د افغانستان بېلابېل خواړه او نورې ښکلې برخې
Aug 30, 2023 10:36په دې ویډیو کې تاسو د افغانستان د بېلابېلو خوړو، تازه میوو، قابلي پلو، وچې ډوډۍ او داسې نورو برخو سره آشنا کېږئ.
-
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
Aug 28, 2023 10:35د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د افغانستان په شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.
-
په کندز کې لسګونه اړمنو کورنیو ته شنې خونې جوړې شوي
Aug 28, 2023 08:34د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف.اې.او ) په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته شنې خونې (ګرین هوس) جوړې شوې.
-
هند کې د افغان زده کړیالانو د ویزو نه تمدېدولو ستونزه
Aug 28, 2023 08:20په هند کې یوشمېر افغان زده کړیالان چې د پخواني اسلامي جمهوریت پر مهال د زدهکړو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وايي، په روان کال کې یې د زدهکړو ویزې نوې شوې نهدي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
-
طالبانو له ایران سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Aug 28, 2023 14:24په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، دغه هېواد د ایران د صنعتي تولیداتو لپاره ښه بازار ګڼي.