هند کې د افغان زده کړیالانو د ویزو نه تمدېدولو ستونزه
په هند کې یوشمېر افغان زده کړیالان چې د پخواني اسلامي جمهوریت پر مهال د زدهکړو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وايي، په روان کال کې یې د زدهکړو ویزې نوې شوې نهدي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د سلام وطندار راډیو د خبر له مخې، د دوی په وینا، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې افغان زده کړیالان چې شمېر یې ۷۰۰ کسانو ته رسېږي، د هند د کلتوري اړیکو شورا دفتر یا د زده کړیالانو لپاره د بورسیو برابرولو مرکز، په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او د هند د بهرنیو چارو وزارت ته د اعتراض په توګه ورغلي او د خپلو ویزو د نوي کېدو غوښتنه یې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نهده لرلې.
په هند کې افغان زده کړیالان وايي چې دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د ناڅرګندو لاملونو له امله د دوی ویزې نهدي نوې کړي.
بلخوا د هند په بنګلور پوهنتون کې یوه افغان محصله شمسیه چې ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو پورې یې ماسټري پای ته ورسېږي، وايي چې افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او ناڅرګندې راتلونکې ته اندېښمنه ده.
د یادونې ده چې تر دې مخکې یوشمېر هغه افغان زده کړیالان چې د رخصتۍ لپاره افغانستان ته راغلي وو، هند ته د بېرته ګرځېدو لپاره یې د ویزو نه ترلاسه کولو له امله شکایتونه لرل.