-
د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته رسېدلې
Nov 01, 2024 12:29په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا څخه د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته رسېدلې ده. دوی وايي، په علي اباد تدریسي روغتون کې یې ګڼ پېچلي عملیات ترسره کړي دي
-
په کورمې کې په شلمې ورځې هم د پاره چنار پيښور ستره لاره بنده ده
Oct 31, 2024 12:39په پاره چنار کې ځاي ټولنیزو فعالانو چې پرون ئې ددغو لارو په بندیدا باندې په اعتراض کې په ښار کې پرلتۍ وهلي دي،ګواښ کړی چې که سترې لارې خلاصې نشي ،نو دوي به خپلو پرلتیو ته دوام ورکړي اوپر ټولو حکومتي او پوځي مسئولانو او اورګانونو به ټوله لارې وتړي.
-
د رڼا سرچینې د زیات غواړو میرمنو رټل
Oct 31, 2024 11:45د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۱۲۹مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه ننني مطلب کې د قرآن کریم د احزاب سورې له ۲۸ تر ۳۱ پورې د آیتونو د نزول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده
Oct 30, 2024 08:46په هرات ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
-
په بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالېږي
Oct 30, 2024 08:42د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دي.
-
ښايي کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي
Oct 30, 2024 08:37د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، که د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي؛ ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په بشپړ ډول وچې شي.
-
د افغانستان الف لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده
Oct 26, 2024 03:46د آسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.
-
په هلمند کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې
Oct 26, 2024 03:06د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې، په هلمند ولایت کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې.
-
په کابل کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې
Oct 26, 2024 03:03رسنیو په پلازمېنه کابل کې د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند بايلي
Oct 25, 2024 04:08اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.