ایران له طالبانو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
زمونږخبریال راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیگدلي له طالبانو سره د سوداګریزو خبرو اترو او همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
تهران ټایمز ورځپاڼې پرون خبر ورکړی چې بیګدلي دا څرګندونې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفیر ټینګار کړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو دي.
بل خوا، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې افغانستان باید د ایراني شرکتونو لپاره یو مهم بازار او د پانګونې ځای وي.
بیګدلي تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي وو.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
که څه هم ایران طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي، خو له دې ډلې سره یې ښې اړیکې جوړې کړې دي.