-
افغانستان د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري
Jan 12, 2024 01:39د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اضافي ځانګړي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.
-
د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې ډله ایز برید؛ درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي
Jan 10, 2024 11:11د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسله والو پر یوې امنیتي پوستې ډلهایز برید کړی، چې پکې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
-
له فلسطین څخه ملاتړ د افغانستان او ایران ګډ هدف دی
Jan 10, 2024 11:02د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې، له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو ګډ هدف وباله.
-
اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري
Jan 10, 2024 09:26د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ستونزو د رېښو او د هغو د حل په باب، د خپل نظر په څرګندولو سره ټينګار وکړ، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو لپاره لازمه ده، دې حقيقت ته پاملرنه وکړي چې "اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري".
-
۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري
Jan 10, 2024 08:30د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي.
-
په کنړ کې ناپېژانده کسانو له ١٥٠ ډېر قرآنونه سوځولي
Jan 10, 2024 08:17د افغانستان په کنړ ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ناپیژانده کسانو له ١٥٠ زیات قرآن کریمونه سوځولي دي.
-
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
Jan 10, 2024 07:49د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، پرون په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.
-
د هند پر وړاندې شل آوریزو سیالیو ته د افغانستان د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو
Jan 07, 2024 02:10د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پرون د هندوستان پر وړاندې راتلونکو درېیو نړیوالو شل آوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
-
موږ له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره وضعیت څارو
Jan 07, 2024 01:56د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد وضعیت څاري.
-
مولانا فضلالرحمن د ملا هبتالله په بلنه افغانستان ته سفر کوي
Jan 07, 2024 01:36د پاکستان د جمعیت علمای پاکستان مشر ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په بلنه افغانستان ته سفر کوي او ښايي د ټيټيپي موضوع یې د دغه سفر د اجنډا برخه وي.