افغانستان د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144622-افغانستان_د_اضافي_ځانګړي_استازي_ټاکلو_ته_اړتیا_نه_لري
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اضافي ځانګړي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.
(last modified 2024-01-11T21:12:53+00:00 )
Jan 12, 2024 01:39 Asia/Kabul
  • افغانستان د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اضافي ځانګړي استازي د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس‌پاڼه کې د متقي او شینګ ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې په دې ناسته کې د طالبانو او چین ترمنځ پر اړیکو، سیمه‌ایزو مسایلو او له افغانستان سره د بېجینګ پر مرستو خبرې اترې شوې دي.

ورته مهال، بلخي کابل کې د چین د سفیر په حواله لیکلي چې نوموړي زیاته کړې چې بیجینګ به د خپل بهرني سیاست په رڼا کې له دوی سره اوږدمهاله ملګرتیا ته دوام ورکړي.

امیرخان متقي داسې مهال دا څرګندونې کړي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې له مخې یې دا سازمان د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکي، څو له طالبانو سره د «تعامل» څرنګوالی په ګوته کړي.

طالبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ګومارلو سره مخالفت ښودلی او ویلي چې د اضافي استازو ګومارلو ته اړتیا نه شته.