-
د سوریې پر یوې پوځي اکاډمۍ د برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي
Oct 06, 2023 09:13یوې څارونکې ادارې او یوه چارواکي خبر ورکړی چې پرون په سوریه کې پر یوې پوځي اکاډمۍ په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل شول.
-
له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه
Oct 06, 2023 08:58د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
-
اوچا یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه
Oct 06, 2023 07:53د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا یوځل بیا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې زده کړو ته پرېښودل شي.
-
د ښاغلي قاري عبدالکبیر حیدري په غږ کې د "یا محمد" ښکلی نعت شریف واورئ
Oct 05, 2023 10:02ښاغلی قاري عبدالکبیر حیدري چې د افغانستان له نامتو قاریانو څخه دی او د نړۍ د غوره قاري لقب یې هم ترلاسه کړی، د حضرت رسول اکرم(ص) په ستاینې کې ښکلی نعت شریف د مقداد رسنیز مرکز په همکارۍ سره چمتو کړی چې په اورېدو ارزي.
-
په تېرو دوو اونیو کې زرګونه افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې
Oct 04, 2023 11:41چارواکي وایي له هغه ورځې چې پاکستان دولت پر پېژندپاڼو خپل وطن ته د افغانانو راتلو ته اجازه ورکړې د راستنېدنی بهیر هم ګړندی شوی دی. نور جزئیات زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې وارئ.
-
د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د حکومت نوې پريکړې په اړه ښاغلی عبید شینواري او منصور یوسفزی څه وايي؟
Oct 04, 2023 11:20ګران او قدرمن اورېدونکي، په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د دې هېواد د حکومت نوې پریکړې په تړاو د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا له پخواني مرستیال، ښاغلي عبید شینواري او له خبریال ښاغلي منصور یوسفزي سره زموږ د همکار عطاءالله خوګياڼي چمتو شوی ګردی میز دلته اورېدلی شي.
-
ملګری ملتونه دې دافغانستان د هوائي ډګرونو په آبادونې کې ملګرتیاوکړي
Oct 04, 2023 02:10د افغانستان د کابل پشمول نړیوال هوائي ډګرونه د طالبانو له بیا واکمنیدا مخکې د بهرنیو عسکرو په وسیله اداره کیدل چې ورځ تر بلې ئې هم لاپسې بدترکړي دي.
-
په ننګرهار کې لسګونه پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Oct 03, 2023 04:06چارواکي وایي چې زرګونه ځایي کورنۍ له دې پروژو ګټه پورته کوي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
ایراني بایسکل ځغلوونکی په افغانستان کې د ولسونو ترمنځ د دوستۍ پیغام رسوي
Oct 03, 2023 03:59ایراني بایسکل ځغلوونکی چې د نړۍ د ملتونو ترمنځ د دوستۍ او نژدیوالي د رامنځ ته کولو په هدف ګرځي، دا ځل افغانستان ته سفر کړی دی.
-
د ربیع الاول ۱۷مه، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او د امام جعفر صادق(ع) د زوکړې کلیزه دې ټولو ته مبارک وي
Oct 03, 2023 02:14نن (سه شنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه، د حضرت محمد مصطفی (ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه او بابرکته زوکړې ورځ ده.