سرپرست حکومت دې زموږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي
Dec 22, 2023 08:48 Asia/Kabul
یو شمېر زدهکړیالانې پوهنتونونو ته د دوی پر تګ د بندیز له یوه کال پوره کېدو سره سم د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان بولي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
له نن څخه یو کال مخکې د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په ۲۹مه لوړو زدهکړو وزارت د یوه فرمان په صادرولو سره تر دویم امر پورې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.
اوس له دغه اقدام څخه د یو کال په تېرېدو سره، یو شمېر زدهکړیالانې د دغه بندیز دوام د هېواد د راتلونکي په زیان او د ټولنې د نیمايي نفوس په حق کې جفا بولي او د هواري غوښتنه یې کوي.
ټیګونه