-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.
-
کابل طبي پوهنتون کې د کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
Sep 25, 2023 10:59په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وويل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي چې په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج کړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
د ننګرهارپه حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ
Sep 25, 2023 10:57چارواکي وایي د دې دستګاه د فعالیت په پیلېدو سره به د روغتون په ټولو واټونوکې بستري ناروغانو ته د اکسیجن اړتیا پوره شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
په کابل کې د افغانستان،اماراتو او ازبکستان درې اړخیزه ناسته وشوه
Sep 24, 2023 10:15تیره میاشت هم دازبکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته په سفر سره دتورخح سرحدي ستره لاره وکتله او د افغانستان د ټرانسپورټي برخې د پراختیا لپاره ئې خپل چمتووالی اعلان کړی ؤ.ددغې ناستې نور جزیات نه دي ترلاسه شوي.
-
د علم د پرمختګ په لاره کې هیڅ خنډ نشته
Sep 24, 2023 09:53د افغانستان د طالبانو د لوړو معارفو د وزارت مرستیال مدعی شو چې په هیواد کې د علومو د پرمختګ په برخې کې هیڅ ډول خنډ نشته .
-
جګړه د ایران په پوځي اصولو کې ځای نه لري
Sep 22, 2023 12:49د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: جنګ د ایران په پوځی اصولو کې هېڅ ځای نه لري، خو په دفاعي چلند سره د پوځي چمتووالي ساتل یوه ثابته تګلاره ده.
-
د طالبانو له خوا د اوبو په اړه د منځنۍ آسیا هېوادونو د اندېښنو ردېدل
Sep 22, 2023 12:19د طالبانو د اوبو او برښنا وزیر عبداللطیف منصور ویلي، افغانستان د آمو سیند د اوبو په اړه له هېڅ هېواد سره تړون نه لري، خو د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی.
-
اقتصادي پروژو کې د افغانستان شاملولو لپاره په ګډه کار کوو
Sep 22, 2023 10:14د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو شينګ سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
-
د نجونو پر زده کړو د حامد کري او عبدالله ټینګار
Sep 22, 2023 09:58پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.
-
طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي
Sep 22, 2023 09:49افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.