په هند کې د افغانستان سفارت بیاځلې په فعالیت پیل وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142446-په_هند_کې_د_افغانستان_سفارت_بیاځلې_په_فعالیت_پیل_وکړ
د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.
(last modified 2023-12-01T04:30:41+00:00 )
Dec 01, 2023 08:57 Asia/Kabul
  • په هند کې د افغانستان سفارت بیاځلې په فعالیت پیل وکړ

د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د هند په حیدرآباد کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل وايي، په نوې ډیلي کې یې د هند د حکومت په غوښتنه د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي تېره جمعه د افغانستان د سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی وو.

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ ویلي چې سفارت به خپل کارونه په عادي ډول پرمخ بیايي او افغانانو ته به خدمات وړاندې کوي.

د سفارت د تېرې اونۍ په اعلامیه کې راغلي وو چې وار له مخه یې د اکټوبر له لومړۍ په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو او هیله یې درلوده چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې ددوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزناک تمام شي.

په اعلامیه کې افغان سفارت له هند غوښتي وو چې د سفارت د سرپرستۍ په برخه کې خپل مسئولیت پر غاړه واخلي او ډاډ ورکړي، چې د افغانستان د سفارت ټول اموال، موټر او په بانکي حساب کې شاوخوا پنځه لکه ډالره په خوندي توګه ساتل کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، ډېر ژر به دغه سفارت بېرته پرانیستل شي.

د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، ترکیې، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.