شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/ دښمن نفاق ته لمن وهي
د اهل تشیع مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د هرات شیعه عالمانو د دې ولایت له والي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د سني او شیعه دښمنان یو شان دي او هېڅکله به دښمنانو ته اجازه ورنه کړي، چې له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
دغو مشرانو په ډاګه کړه، چې د سرپرست حکومت ترڅنګ د خپل ځان او ولس د دفاع په موخه راغلي دي.
په همدې حال کې، د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وايي چې دښمن له حکومت سره د مقابلې توان نه لري او د تفرقې اور ته لمن وهي.
د هرات والي وايي: افغان فرد موږ ته ارزښتناک دی او موږ به یې ساتنه وکړو.
شیخ اسلام جار څرګنده کړه چې د سرپرست حکومت په نظام کې په ځانګړې ډول، د امنیت په تامین کې هېڅ ډول تعصب او تبعیض نشته.
د هرات والي له خلکو هم وغوښتل، چې د کوچنۍ مشکوکې موضوع خبر ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هرات په جبرئیل سیمه کې د دوو دیني عالمانو د وژنې په تړاو، شیعه عالمانو د هرات له والي سره په یوه غونډه کې د شیعه سیمو پر امنیت ټینګار کړی وو.