-
د افغانستان ښاریز باید د مارچ تر ۳۱ نیټې له پاکستانه ووځي
Mar 08, 2025 05:44زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال حکومت پرون د افغانستان کارت لرونکو ښاریزو( Afghan Citizen Card) او دغه راز ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو ته سپارښتنه کړي ده چې د بیرته ستنولو د کمپاین د یوې برخې په توګه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې له پاکستان څخه ووځي.
-
پاکستان دې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي
Mar 02, 2025 14:49په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کېږي، د دوی په خبره که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کېدو قانوني اسناد نه لري.
-
له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د طالبانو د سفیر څرګندونې بې ځایه دي
Feb 20, 2025 11:39د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د هغه څرګندونې بې ځایه دي.
-
اروپایي ټولنې له ۱ لاک ۲۰ زرو ډېر کډوال په زوره ایستې دي
Feb 18, 2025 12:45د بشري حقونو نهو مؤسسو په خپل تازه رپورټ کې د ۲۰۲۴ کال په دوران کې د اروپايي ټولنې له پولو د کډوالو په جبري توګه د اېستلو له ستونزې پرده پورته کړې ده.
-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 10:44د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
-
تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
Feb 15, 2025 06:13د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 06:05د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي
Feb 14, 2025 12:59د افغانستان له ګاونډي هېوادونو څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کېدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
-
پاکستان تر ۸۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستلي
Feb 08, 2025 06:16په داسې حال کې چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې دې هېواد له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوی، تر اوسه له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال له هغه هېواده ایستل شوي دي.
-
په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي
Feb 07, 2025 12:43د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي آر) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.