-
نیواکګر پوځ د غزې له خلکو په غج اخیستو سره غواړي خپله ماتې جبیره کړي
Oct 12, 2023 03:46په عراق کښې د آیت الله علي سیستاني دفتر په یوې خبرپاڼې کښې په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د وروستیو جنایتونو په هکله وویل: د صهیونیسټي رژیم پوځ غواړي چې خپله ستره ماتې، د غزې له خلکو په انتقام اخیستو سره جبیره کړي
-
ولایتي له اسماعیل هنیه او زیادنخاله سره د غزې د بدلونونو په هکله خبرې وکړې
Oct 12, 2023 02:24د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکارله هنیه او نخاله سره په جلاجلا ټیلیفوني اړیکو کښې د فلسطین له مقاوم ولس څخه د قدرونې په ترڅ کښې په غزې او لویدیځې غاړې کښې پراخه اتلولیزه اودریدنه د اسلام د اوسمهاله تاریخ یو ستر ویاړ وباله.
-
قسام کنډکونو حیفا په R160 ډوله توغندیو وویشتله
Oct 12, 2023 01:58د حماس پوځي څانګې یعنې د القسام کنډکونو په R160 ډوله توغندیو سره په نیواکي ځمکو کښې د حیفا د هدف ګرځولو خبر ورکړ.
-
ننګرهار کې پاکستاني وګړي د نشه يې توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي
Oct 11, 2023 12:54د ننګرهار د والي د ويندوی دفتر له لورې رسنيو ته په استول شوې خبرپانه کې ويل شوي چې د پوله ساتو ځواکونو د نهه کنډک موظفينو د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند د مامند درې سيمه کې شپږ تنه له نوي کيلو ګرامو خامو چرسو سره يو ځای نيولي دي.
-
د طوفان الاقصی عملیاتو شپږ سټراټژيک ټکي
Oct 10, 2023 08:10د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د فلسطین دمقاومتي مبارزانو په وسیله د وحشي او نیواکګر صهیونیسټي رژيم په ضد د طوفان الاقصی نومې دعملیاتو د ځینو سټراټژيکو ټکو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفاد وړ مو وګرځي.
-
د فلسطین د ولس له روا دفاع د ایران ملاتړ
Oct 09, 2023 12:58د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جهادِ اسلامي غورخنګ له عمومي منشي او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې، د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله د خبرواترو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم مخ په زوال دی او د مقاومت جبهه د بریالیتوب د قلاګانو په فتح کولو لګیا ده.
-
حماس د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه
Oct 09, 2023 13:09د حماس غورځنګ ویاند د بنیامین نتانیاهو د کابینې په فاشیسټ بللو سره، د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې کښې د دغې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
-
د هرات د زلزلې تلفات ۲ زره ۴ سوو ته ورسیدل
Oct 09, 2023 12:27د طالبانو یو چارواکي نن سهار په هرات کښې د زلزلې له امله د ۲۴۰۰ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
-
طالبان: په لندن او ویانا کښې د افغانستان د سفارتخانو خدمات اعتبار نه لري
Oct 09, 2023 12:23طالبانو په لندن او ویانا کښې د افغانستان د سفارتخانو خدمات «بې اعتباره» بللي دي
-
په افغانستان کې چارواکي د اوبو بندونه رغوي
Oct 09, 2023 11:09په افغانستان کې چارواکي غواړي هغه تاریخي ځایونه چې بیا رغونې ته اړتیا لري ویې رغوي