هرات کښې د ترهګرو بریدونو دوام او بې ځوابه پوښتنې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142510-هرات_کښې_د_ترهګرو_بریدونو_دوام_او_بې_ځوابه_پوښتنې
په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلمانانو او د هغوی د علماو د امنیت په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د طالب چارواکو له ژمنې څو ورځې نه وې تېرې شوې، په هرات کښې یوځل بیا ترهګره حمله وشوه او د دوو شیعه عالمانو په شمول په کښې ۶ کسان مړه شول.
(last modified 2023-12-02T08:00:58+00:00 )
Dec 02, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • هرات کښې د ترهګرو بریدونو دوام او بې ځوابه پوښتنې

په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلمانانو او د هغوی د علماو د امنیت په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د طالب چارواکو له ژمنې څو ورځې نه وې تېرې شوې، په هرات کښې یوځل بیا ترهګره حمله وشوه او د دوو شیعه عالمانو په شمول په کښې ۶ کسان مړه شول.

په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلمانانو او د هغوی د علماو د امنیت په اړه د هرات د سیمه ییزو چارواکو او په کابل کې د طالب چارواکو له ژمنې څو ورځې نه وې تېرې شوې، په هرات کښې یوځل بیا ترهګره حمله وشوه او د دوو شیعه عالمانو په شمول په کښې ۶ کسان مړه شول.

په دې وروستیو اوونیو کې په هرات ولایت کې پر شیعه­و په ځانګړې توګه پر دیني عالمانو بریدونه زیات شوي او هغه څه چې افغان ټولنه یې ډیره اندېښمنه ​​کړې، د دیني عالمانو هدفي وژنې او د هغوي له منځه وړل دي داشان چې د نومبر په ۲۳ مه ناپېژاندو وسله والو د هرات ښار په مرکز کې دوه تنه عالمان ووژل.

که څه هم د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دا ډول بریدونو د تکرار د مخنیوي ژمنه کړې، خو ترهګرو سمدلاسه هڅه وکړه چې په هرات ولایت کې د خپل جنایت په تکرارولو سره د افغانستان خلکو ته وښودله چې طالبان د افغانستان د خلکو د امنیت په تامینولو کښې ناتوانه دي د مرګ ډلې لا هم کولای شي چې وژنې ترسره کړي او ناامني او ویره رامینځته کړي

د امنیتي او ستراتیژیکو مسایلو کارپوهه نجمه اقبال وايي: "ترهګر په افغانستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه اساسي موخې تعقیبوي، لومړی دا چې د افغانانو د امنیت د ټینګولو لپاره د طالبانو ځواک او وړتیا ننګوي، او دویم دا چې افغانستان د یوې داخلي مذهبي جګړې پر لور بوځي، که څه هم په خبرونو کې راغلي  چې ترهګر نامعلوم او ناپيژاندې خلک دي، خو د منلو وړ نه ده چې طالبان دا خلک نه پیژني او یا یې د پیژندلو توان نلري.

که په هرات کې د سیمه ییزو سرچینو هغه راپور چې د هرات ولایت په دیارلسمه ناحیه کې د شهدا او سبز ښارګوټو په لاره کې اته تنه په ډزو وژل شوي، ریښتیا وي، نو دا باید د هرات ولایت د امنیتي چارواکو په ریکارډ کې خورا منفي نمرې ولري ځکه وژنې تقریبا په یوه سیمه کې شوې او دوام لري. په دغه ترهګر بريد کې پنځه تنه شهيدان او درې تنه نور سخت ټپيان شول. ویل کېږي چې ډزې د یوه موټر له دننه څخه د یوې رکشې په لور شوې چې دوه شیعه عالمان او د هغوی کورنۍ پکې سپاره وو.

په تېرو لسیزو کې چې افغانستان په داخلي مسایلو او حتی نیواک کې ښکېل و خو دا هېواد هېڅکله د مذهبي جګړې یا مذهبي شخړو په لور لانه ړه او دغه شخړو تل قومي جرړه درلوده. له همدې امله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې د تروریستي بریدونو اصلي هدف دیني ځایونه او دیني عالمان دي، چې دا د پلان  شویو ترهګرو خوځښتونو فعالیت په ګوته کوي، چې تر ډېره د افغانستان له بهر څخه سرچینه اخلي.

د سیاسي چارو کارپوه سید عیسی مزاري وايي: "د افغانستان خلکو که هغه شیعه دي او که سني، دواړو تل په سوله ییزه توګه ژوند کړی او هېڅکله یې د افغانستان دښمنانو ته اجازه نه ده ورکړې چې دغه بهیر ګډوډ کړي، خو په وروستیو کلونو کې پر مذهبي ځایونو او دیني عالمانو د تروریستانو بریدونه افغانستا ته د یو ترهګر او تشددغواړي بهیر د رسیدو غمازي کوي چې که طالبان یې ژر تر ژره  معلوم او نابود نه کړينو د دې هیواد امنیت به نور هم له ګواښ سره مخ کړي.

په هر صورت، په هرات کې په وروستي ترهګریز برید کې د حضرت ابوالفضل (ع) د جومات امام محمد محسن حمیدي او د رسول اکرم (ص) نومې جومات امام محمد تقي صادقي شهیدان شول، چې د طالبانو بې تفاوته ښيي. د علماوو او دیني ځایونو د امنیت مسله تر بل هر وخت زیاته د طالبانو هغه ژمنه له شک سره مخامخولی شي چې د خلکو د امنیت د تامینولو او د ټرور د ترسره کونکو د پیژندلو لپاره یې کړې وه. طالبان چې ځان د ترهګرو خوځښتونو په مقابل کې یوه ځواکمنه ډله ګڼي، په وروستیو اونیو کې یې په ډاګه کړې چې په دې برخه کې پراخې کمزورتیاوې لري او که طالبان په ملي او سیمه ییزه کچه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د دوام مخه و نه شي نیولې نو په افغانستان کې د حکومتدارۍ په اړه د دې ډلې په ځواکمنتیا به جدي پوښتنې راپورته کړي او کوې شي چې په نړیواله سویه د طالبانو د واکمنۍ د پیژندل کیدو په لړ کښې، د نړیوالې ټولنې په نظر کښې یې هم ډیرې منفي نمبرې په برخه شي.

له همدې امله د افغانستان خلک د طالبانو له حکومت څخه تمه لري چې د ترهګرو په پېژندلو او نيولو او افغاني ټولنې ته د امنيت او سولې په راوستو سره خپله ژمنه پوره کړي. او که داسې ونه شي نو داسې لاسونه لاس په کار دي چې په افغانستان کې فرقه ییزې او مذهبي جګړې ته لمن وهي او که دا لړۍ پراخه شي نو د طالبانو لپاره به د وضعیت کنټرول خورا ستونزمن شي.

*/*/*/*/*/*