یمني چارواکی: زمونږ د وسلو مخ، د اسرائیلو په لور دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142504-یمني_چارواکی_زمونږ_د_وسلو_مخ_د_اسرائیلو_په_لور_دی
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي وویلک د یمن ټوپکونو خپل اصلي دښمن یعنې اسرائیل په شیشت کښې کړي دي.
(last modified 2023-12-02T10:29:52+00:00 )
Dec 02, 2023 14:57 Asia/Kabul
  • یمني چارواکی: زمونږ د وسلو مخ، د اسرائیلو په لور دی

د یمن د عالي سیاسي شورا غړي وویلک د یمن ټوپکونو خپل اصلي دښمن یعنې اسرائیل په شیشت کښې کړي دي.

د المیادین چینل د خبر له مخې د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي له امریکایانو وغوښتل، همهغه ځاې ته ستانه شئ چې ترې راغلې یئ.

الحوثي ټینګار وکړ: عربستان ته پکار دي چې صهیونیسټي رژیم د ترهګرو په نوملړ کښې راولي.

دغه یمني چارواکي زیاته کړه: په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم د بیابیا تیریو وروسته هم، عرب حکومتونه یوازې د غونډو او کانفرنسونو په ترسره کولو بسنه کوي.

پرون جمعه هم د یمن خلکو د پلازمینې صنعاء په مهمو سړکونو کښې د فلسطین او غزې له خلکو په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وکړې او ورسره یې پيوستون اعلان کړ.

دغه مظاهرې پرون مازیګر د میلیونونو یمنیانو په ګډون ترسره شوې او هغوي په یوه غږ د فلسطین او غزې له خلکو په ملاتړ کښې شعارونه ورکړل او ورسره یې یووالی او پيوستون اعلان کړ.