-
سور صلیب دې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره پولې ماتې کړي
Dec 06, 2023 01:31د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر وویل: سور صلیب دې د فلسطین مظلومو خلکو ته د درملیزو مرستو او خوراکي توکو د رسولو په موخه موجود محدودیتونه مات کړي.
-
ملګرو ملتو افغانستان د موسمي غمیزې له خطر سره مخامخ وباله
Dec 06, 2023 01:19په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی وايي، دغه هېواد د اقلیمي ناورین په درشل کې دی.
-
افغانستان سږ کال د ۱ میلیارډ او ۷۱۷میلیون ډالرو صادرات کړې دي
Dec 06, 2023 01:11طالبانو اعلان کړی چې د روان کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان د ۱.۷۱۷ میلیارد ډالرو مالونه صادر کړي دي.
-
له ګاوندیانو سره د اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لرو
Dec 05, 2023 10:04د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا منشي د عراق د پارلمان د مشر له مرستیال سره په کتنه کې وویل چي تهران له ګاونډیانو سره په اړیکو کې هېڅ محدودیت نه پېژني.
-
په پېښور کې چاودنه شوې ده
Dec 05, 2023 09:49د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې بم چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
-
امیر عبداللهیان په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت ټینګار وکړ
Dec 03, 2023 04:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مشر جوزف بوریل سره په ټلفوني خبرو کې د غزې پر خلکو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت په ټینګار سره وویل: ضروري ده چې د غزې په خلکو د صهیونیسټي رژیم پوځي حملې بندې او ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د لېږلو امکانات برابر شي.
-
صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ سره په غزه کې جنایتونو ته دوام ورکوي
Dec 03, 2023 02:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: صهیونیسټي رژیم د امریکې په ملاتړ سره په غزه کې خپلو جنایتونو او نسل وژنې ته دوام ورکوي.
-
په کابل کې د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات مرموز مرګ
Dec 03, 2023 02:07که څه هم په کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژل کېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم، خو د هغې مرموزې وژنې د یو شمېر خبریالانو او د ښځو د حقونو او مدني فعالانو اندېښنې راپارولي دي.
-
د پاکستان ګلګت بلتستان کې د یوه وسله وال برید له امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Dec 03, 2023 01:45د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو سرتېرو په ګډون، ۸ تنه وژل شوي او ۲۶ نور کسان ژوبل دي.
-
د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Dec 03, 2023 01:31د افغانستان د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د «فاطمة الزهرا» د نجونو ښوونځی چې ۹ ټولګي لري، د یوه ملي سوداګر د سل زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.