په کابل کې د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات مرموز مرګ
که څه هم په کابل کې د یوه خصوصي ټلویزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژل کېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم، خو د هغې مرموزې وژنې د یو شمېر خبریالانو او د ښځو د حقونو او مدني فعالانو اندېښنې راپارولي دي.
د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د حسنا سادات د مړینې د خبر په اورېدو سره، وېرې اخيستې او اندېښمنې دي.
د ښځو د حقونو ځینو فعالانو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې ادعا کړې چې حسنا سادات د طالبانو له خوا د هغې پر کور تر ورتلو وروسته، له څلورم پوړ څخه ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.
خو په کابل کې د سرپرست حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله اېکس پاڼه کې دا ادعاوې رد کړي او ويلي چې د دې قضيې په تړاو يو تن هم نيول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان یوټیوبره حورا سادات هم د روان کال د سنبلې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې ووژل شوه او د طالبانو د حکومت له ژمنې سره- سره د نوموړې د وژنې جزئیات او لامل څرګند نه شول.