له ګاوندیانو سره د اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142664-له_ګاوندیانو_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_کې_هېڅ_محدودیت_نه_لرو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا منشي د عراق د پارلمان د مشر له مرستیال سره په کتنه کې وویل چي تهران له ګاونډیانو سره په اړیکو کې هېڅ محدودیت نه پېژني.
(last modified 2023-12-05T07:21:49+00:00 )
Dec 05, 2023 10:04 Asia/Kabul
  • له ګاوندیانو سره د اړیکو په پراختیا کې هېڅ محدودیت نه لرو

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا منشي د عراق د پارلمان د مشر له مرستیال سره په کتنه کې وویل چي تهران له ګاونډیانو سره په اړیکو کې هېڅ محدودیت نه پېژني.

د عراق د پارلمان د مشر مرستیال محسن علي اکبر نامدار المندلاوي چي د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په موخه تهران ته راغلی وو، نن د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له منشي علي اکبري احمدیان سره ملاقات وکړ او د غزې، سیمې او دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مسائلو په اړه سلامشورې وکړې.

د ایران د ملي امنیت د شورا منشي د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره، د تهران او بغداد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

احمدیان د صهیونیسټي رژیم د جنایاتو په ضد د عراق د پیاوړي درېځ او له دغه رژیم سره د اړیکو جرمن ګڼلو څخه ستاینه وکړه او هیله وښوده چي د امریکایانو د وتلو لپاره د دې هېواد د پارلمان پریکړه هر څومره ژر چي کېږي عملي شي.

هغه زیاته کړه: د عراق په اساسي قانون کې د ګاونډیو په خاورې د برید ممنوعیت او په قانون باندې د ایران او عراق د امنیتي هوکړې بدلېدا، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحداتو کې د امنیت او ثبات لپاره مهم او کارنده اقدامات بلل کېږي.

د عراق د پارلمان د مشر مرستیال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه او لرغوني اړیکو ته په اشارې سره وویل: د عراق پارلمان او حکومت له ایران سره د اړیکو د لاپراختیا لپاره هڅه کوي او باید د سوداګریو او اقتصادي همکاریو په وړاندې خنډونه لیري کړای شي.

المندلاوی له عراق څخه د امریکایانو د وتلو د قانون عملي کېدا د دې هېواد د ولس پرحق غوښتنه وباله او وویل چي د دې پریکړې د عملي کېدو لپاره به هڅې جاري وساتي.