-
طالبان: افغانستان کې د “پیسو پړسوب” د سیمې په کچه تر ټولو کم دی
Dec 15, 2025 08:43د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال بانک راپور د یوې برخې په خپرولو سره ویلي چې، روان میلادي کال په افغانستان کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په اوسط ډول دوه سلنه اټکل شوی، چې دا د سیمې په پرتله تر ټولو ټيټه کچه ده.
-
ګروسي: د ایران مهمو تاسیساتو ته لاسرسی نه لرو
Dec 15, 2025 08:08د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس، دې ته په اشارې سره چې په ایران کې تفتیشونه بیا پیل شوي، وویل: مونږ لاهم مهمو تاسیساتو ته لاسرسی نه لرو.
-
په افغانستان کې د پولیو خطر اوس هم شته
Dec 15, 2025 07:52په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون نوی پړاو پیل کیږي ترڅو د دې ناروغۍ سره مبارزه وشي.
-
په غزه او لویدیځه غاړه کې د اسراییلو دوامداره بریدونه دوام لري
Dec 15, 2025 07:30د اسراییلو جنګي الوتکو او توپخانې یو ځل بیا د غزې مختلفې سیمې په نښه کړې، او په ورته وخت کې، په لویدیځه غاړه کې پراخ بریدونه ترسره شول.
-
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار: له صهیونزم څخه د کرکې څپه هره ورځ په زیاتیدو ده.
Dec 15, 2025 07:06پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار د امریکې په عامه افکارو کښې له صهیونیسټي رژیمه د کرکې په زیاتیدو باندې په ټینګار سره وویل: د نتانیاهو افراط پالنې نړیوال صهیونزم ذلیله کړی دی.
-
اسرائیل او د هغو اصلي ملاتړي باید د غزې د بیا رغونې لګښت ورکړي
Dec 13, 2025 09:44د ملګرو ملتو د فلسطین د نیواکي ټاټوبو د بشري حقوقو ځانګړې راپور ورکوونکې ووئيل؛ صهیونیسټي رژیم باید د امریکا او نورو هغو هېوادونو سره یوځای، چې اسرائیلو ته وسلې برابروي، د غزې د بیا رغونې لګښتونه ورکړي.
-
د عربستان رسندویو د مسجدالحرام د امام خطبې سانسور کړي دي
Dec 13, 2025 09:12د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
-
نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر طالب حکومت دباؤنه زیات کړي
Dec 13, 2025 08:47د پاکستان لومړي وزیر له پولې د ورآخوا دکنټرولولو په برخې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ناکامۍ سخته نیوکه وکړه او له نړیوالې ټولنې ئې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره دې پر کابل دباؤ زیات کړي.
-
د آسټریا پارلیمان په ښوونځیو کې د حجاب یاسکارف د بندیز مسوده تصویب کړه
Dec 13, 2025 08:12د آسټریا پارلیمان په دغه هېواد کې د ۱۴ کلونو څخه د کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز پلان تصویب کړ.
-
د پاکستان د آئي ایس آئي پخوانی ډي جي جنرل فیض حمیدپه ۱4 کاله په سخت بند محکوم شو
Dec 11, 2025 11:33د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر) په وینا، فیلډ جنرل کورټ مارشل پخواني لیفټیننټ جنرال فیض حمید ته د ۱۴ کلونو قیدِ بامشقت سزا اورولې ده۔