د افغانستان او پاکستان ترمینځ جګړې زور اخیستی
Mar 30, 2026 14:50 Asia/Kabul
پارس ټوډی- پاکستان د ایران د جنګ د ختمولو لپاره د څو هیوادونو د خارجه وزیرانو له کوربه توب سره هممهاله، په افغانستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس له قوله لیکلي چې پاکستان او طالبانو د کوچني اختر د ورځو په مناسبت له لنډمهاله اوربند وروسته د یو بل خلاف درې حملې دوباره پیل کړې دي.
رویټرز خبر ورکړی چې پاکستان پرون د ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو له کوربه توب سره په یو وخت، د افغانستان په ځینو سیمو حمله وکړه.
طالبانو پرون ویلي وو چې د پاکستان د ټوپونو په حملو کښې به کنړ ولایت کښې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور زخمي شوي دي.
پاکستان ویلي دي چې په افغانستان کښې د تحریکِ طالبان د مخالفو وسله والو تر شتونه پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ټیګونه