امیر حاتمي: د دښمن یو کس هم باید ژوندی پاتې نه شي
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان د پوځ عملیاتي قرارګاهو ته امر وکړ: د دښمنانو تحرکات او اقدامات په ډیرې بدبینۍ او ځیر سره او شیبه په شیبه وڅارئ او د دښمن د یرغل له طریقو سره د مقابلې پلانونه په صحي وخت اجرا کړئ.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان امیر جنرال حاتمي د بوځ د قومندانۍ او کنټرول له یو مرکز څخه د ټول ایران د پوځ د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو او د دافع هوا له قومندانانو سره په نیغ په نیغه اړیکه کښې په دې خبرې سره چې پوځ په دفاعي او یرغلیزو برخو کښې د دښمن له هر ډول شرارت سره مقابلې ته چمتو دی، قومندانانو ته وویل: ضروري ده چې د دښمنانو تحرکات او اقدامات په ډیرې بدبینۍ او څیر سره او شیبه په شیبه وڅارئ او د دښمن د برید له طریقو سره د مقالې طرحې، په موقع اجرا کړئ.
امیر حاتمي ټینګار وکړ: که دښمن ځمکني عملیات اجرا کړي نو یو تن یې هم باید ژوندی پاتې نه شي.
هغه په پاې کښې د «جان فدا برای ایران» یعنې (د ایران لپاره سر قربانوونکي) ولسي کمپاین ته په اشارې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ساحلونو، جزیرو او سرحدونو خلاف د امریکايي او صهیونیسټي دشمن له ګواښونو سره هممهاله پیل شوی دی، څرګنده کړه:د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ټول کارکوونکي ځانونه «له ګران ایرانه ځاریدونکي» ګڼي او په خپل پوره توان او د سر په قربانولو سره، د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او سرلوړۍ لپاره ولاړ دي.