-
د ایران د اوبو د ونډې مساله په خبرو هوارېدایشي
Jun 02, 2023 10:21د طالبانو د انرژیو د وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د ۱۳۵۱ تړون له مخې د ایران د اوبو د ونډې د مسالې په هوارولو ټینګار وکړ.
-
د افغانستان حکومت په ټولو برخوکې له ایران سره بشپړملګرتیا ته تیار دی
Jun 01, 2023 02:01قلندرعباد ووئیل، بهرنیان باید د ایران او افغانستان په مناسباتو کې ګوتې ونه وهي او د افغانستان حکومت هیڅ داسې اراده او نیّت نه لري چې ددواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې تاوان وویني .
-
په قم سپيڅلي ښار کې د حضرت امام خمیني د رحلت څلور دیرشمه کلیزه ولمانځل شوه
Jun 01, 2023 01:56د حضرت امام خمنیی د ارتحال څلوردیرشمې کلیزې ولولناکې دستورې د قم د مقدس ښار د زرګونو خلکو،روحانیونو ،فاضلانو او روڼ اندو په شتون سره د هغه بزرګوار په تاریخي بیت کې ترسره شوې.
-
د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزیرانو لیدنه او خبرې
May 31, 2023 11:41د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
-
د صهیونیسټي رژیم سیمه ایز حرکتونه د ایران له نظره پټ نه دي
May 31, 2023 11:36د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو ټوېټ کې ولیکل: د جولا پر ځالې باندې تکیه نه کېږي او په سیمه کې د خپل شتون د پراخولو لپاره مبارزه به د صهیونیسټي رژیم د ماتیدونکي داخلي بنسټ په بیا رغولو کې مرسته ونه کړي.
-
د ایران او افغانستان پر پولې کومه ستونزه نشته
May 31, 2023 11:28د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: له طالب چارواکو سره په خبرو اترو سره د ایران او افغانستان پوله له کومې ستونزې پرته آرامه او خلاصه ده.
-
د ایران او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی
May 31, 2023 11:22د ایران د کرنې وزارت سرپرست وړاندوینه کړې، چې د ایران او ترکمنستان ترمنځ به د سوداګرۍ کچه ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.
-
دښمنان غواړي د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه رامنځته کړي
May 30, 2023 12:58د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران د هوایی ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د نیمروز ولایت په پوله کښې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او د طالبانو ترمېنځ سرحدی نښتې ته په اشارې سره وویل: د دغو پېښو تر شا د دښمنانو لاس دی چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د جګړې د رامنځته کولو په لټه کې دي.
-
امریکې ته د ایران د مرکزي بانک د مشر سفر
May 30, 2023 12:56د ایران د مرکزی بانک عمومي مشر د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره کتنې ته، واشنګټن ته تللی دی.
-
روسیه د اوکراین په جنګ له بریا پرته مذاکره نه کوي
May 30, 2023 12:15د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول وویل چي روسیه د اوکراین په جنګ کې د بریا پرته خبرو اترو ته نه تیاریږي.