د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزیرانو لیدنه او خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133748-د_ایران_او_عراق_د_کورنیو_چارو_د_وزیرانو_لیدنه_او_خبرې
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-05-31T07:16:59+00:00 )
May 31, 2023 11:41 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزیرانو لیدنه او خبرې

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر، د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، په دې کتنه کې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او اړوندو څانګو د سیاسي- امنیتي پلاویو په حضور کې ترسره شوه، د متقابلو هوکړو پر تطبیق او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کچې پر ښه والي ټینګار وشو.

وحیدي په دغه کتنه کې په عراق کې اوسنیو حساسو حالاتو ته په اشارې سره وویل: دغه هېواد د سیمې د سولې او ثبات په پراختیا کې مهم رول لوبوي.

د عراق د کورنیو چارو وزیر هم له داعش سره په جنګ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د رول ستاینه وکړه او وویل: دغه ناسته د ایران او عراق د کورنیو چارو د وزارتونو پر ملګرتیا او د اربعین د ترسره کولو لپاره پر چمتووالي ټینګار دی.

د عراق د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: د ایران او عراق اړیکې ښې دي او د اړیکو د سطحې ښه والي په تېره بیا د ښوونې او روزنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د دواړو هېوادونو له هدفونو څخه دي.