​​د ایران او افغانستان پر پولې کومه ستونزه نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133742-د_ایران_او_افغانستان_پر_پولې_کومه_ستونزه_نشته
د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: له طالب چارواکو سره په خبرو اترو سره د ایران او افغانستان پوله له کومې ستونزې پرته آرامه او خلاصه ده.
(last modified 2023-05-31T07:06:18+00:00 )
May 31, 2023 11:28 Asia/Kabul
  • ​​د ایران او افغانستان پر پولې کومه ستونزه نشته

د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: له طالب چارواکو سره په خبرو اترو سره د ایران او افغانستان پوله له کومې ستونزې پرته آرامه او خلاصه ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د چهارشنبې په ورځ د کابینې د غونډې په څنډه کې د ایران پرس د پوښتنې په ځواب کې وویل: اوس د ایران او افغانستان په پولو کې وضعیت آرام او ترافیکي تګ راتګ روان دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په دقت او د طالب چارواکو په دقیق او پر وخت رسېدو سره، د دواړو هېوادونو په پولو کې د کړکېچ او ناکراریو مسئله حل شوه او اوس په پوله کې کومه ستونزه نشته.